ملګري ملتونه ۔2مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو تعلیمی، سائنسی او كلتوري تنظیم(یونیسکو) د امريكا او اسرائيل پوځي بريدونو په مهال د انجونو په يوه ښوونځۍ بريد د نړيوال بشري قانون سنګينه خلاف ورزي ګرځولو سره دا په سختو ټكو غندلے دے۔ په سوشل میډیا جاري كړي خپل بيان كښې يونېسكو وئيلي چې هغه ځايونه چرته چې كوچنيان زده كړې ترلاسه كوي د نړيوال بشري قانون له مخې خوندي وي …
په ايراني ګرل۔ سكول بمباري د غندنې وړ ده ٬ دا د نړيوال بشري قانون سنګينه خلاف ورزي ده: يونيسكو

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔2مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو تعلیمی، سائنسی او كلتوري تنظیم(یونیسکو) د امريكا او اسرائيل پوځي بريدونو په مهال د انجونو په يوه ښوونځۍ بريد د نړيوال بشري قانون سنګينه خلاف ورزي ګرځولو سره دا په سختو ټكو غندلے دے۔ په سوشل میډیا جاري كړي خپل بيان كښې يونېسكو وئيلي چې هغه ځايونه چرته چې كوچنيان زده كړې ترلاسه كوي د نړيوال بشري قانون له مخې خوندي وي او د زده كړو په ادارو بريدونه زده كوونكي كاو استاذان خطر سره مخ كولو سره سره د زده كړو حق هم اغېزمن كوي۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو مېسنجر آف پیس او نوبل انعام ترلاسه كوؤنكې ملاله يوسفزئي په ښوونځۍ ترسره شوي بريد د ژور غم او دړد څرګندونه وكړه۔ هغه په سوشل ميډيا خپل بيان كښې ووئيل د كوچنيانو وژل يو د نه معاف كېدو وړ فعل دے او زه په ښكاره ټكو ددې غندنه كوم۔ دې په ټولو رياستونو او فريقېنو زور راوړو چې هغوي دې د نړيوال قانون له مخې د وګړو تحفظ او د ښوونځو خونديتوب باوري كړي۔ دې ووئيل هر يو كوچنے امن سره د ژوند كولو او د زده كړو ترلاسه كولو حق لري








