وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش د نيشنلسټ پارټي چيئرمين طارق رحمٰن سره ټېلي فوني تماس٬ په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ د پاكستان حكومت او اولس لخوا مباركي وركړې شوه

لاهور 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش د نيشنلسټ پارټي چيئرمين طارق رحمٰن سره ټېلي فوني تماس نيولے دے او په ټولټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ يې د پاكستان حكومت او اولس لخوا مباركي وركولو سره د بنګله ديش قيادت سره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے كړر۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

لاهور 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش د نيشنلسټ پارټي چيئرمين طارق رحمٰن سره ټېلي فوني تماس نيولے دے او په ټولټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ يې د پاكستان حكومت او اولس لخوا مباركي وركولو سره د بنګله ديش قيادت سره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے كړر۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم بنګله ديش د نيشنلسټ پارټي (بي اېن پي) چيئرمين طارق رحمٰن سره د ټېلي فوني خبرو په مهال په ټولټاكنو كښې ګوند په تاريخي او لزيه بريا د اولس او پاكستان حكومت لخوا مباركي وركړه ٬ كومه چې د بنګله ديش اولس د جمهوري نظريات او اقدارو عكاسي كوي٬ د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم د بنګله ديش قيادت سره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے وكړو دغسې چې د شريكې ګټې ټولو څانګو سره سره سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره د يو بل د خپلواكۍ بشپړ احترام سره شريكه ګټوره دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمه كړې شي٬ د زړه پورې خبرو په مهال دواړو مشرانو د بيګم خالده ضياء ذکر وكړو او د پاکستان او بنګله ديش په اړيكو كښې د ھغې ځانګړې خدمات او د دواړو هېوادونو اولسونه يو بل ته په نزدې كولو كښې كليدي كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم د بنګله دېش نېشلېسټ پارټۍ چيئرمېن طارق رحمٰن ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه٬ دغسې طارق رحمٰن هم وزيراعظم ته د بنګله ديش دورې بلنه وركړه٬ دواړو مشرانو په راتلونكي وخت كښې په نزدې رابطه كښې پاتې كېدو ته اتفاق وكړه دغسې چې د دواړو هېوادونو د اولسونو ښیګړې لپاره كار وكړے شي۔