پاکستان كښې به په 131 ضلعو كښې په 60,456 ايکړ زمكه د خونه 76 لكه بوټي نالولې شي

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې په تجارتي بنيادونو د خونه كر ته ودې وركولو لپاره د هلو ځلو له مخې په 131 ضلعو كښې په 60,456 ايکړ زمكه د زېتون بوټي به نالولې شي۔ د  ويلتھ پاکستان دستاويزات له مخې د خونه نالول به په بلوچستان، پنجاب، خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و کشمير، سندھ، اسلام آباد کيپټل ټيريټري او په ګلګت بلتستان كښې كولې شي٬ د …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې په تجارتي بنيادونو د خونه كر ته ودې وركولو لپاره د هلو ځلو له مخې په 131 ضلعو كښې په 60,456 ايکړ زمكه د زېتون بوټي به نالولې شي۔ د  ويلتھ پاکستان دستاويزات له مخې د خونه نالول به په بلوچستان، پنجاب، خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و کشمير، سندھ، اسلام آباد کيپټل ټيريټري او په ګلګت بلتستان كښې كولې شي٬ د خونه په نالولو كښې بلوچستان په قامي كچه سرفهرست دے چرته چې به په 31 ضلعو كښې په 24,620 ايکړه زمكه 3,199,393  بوټي نالولې شي كومه چې د شمېرو له مخې په ټولو سيمو كښې د كر ډېره زمكه ده٬ په دوېم لمبر پنجاب كښې په 31 ضلعو كښې په 17,000 ايکړه زمكه 2,235,962 د زيتون بوټي به نالولې شي دغسې په درېم نمبر د  خېبرپښتونخوا په 32 ضلعو كښې په 14,690 ايکړه زمكه د زېتون 1,656,499 بوټي به لګولې شي