اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان مېنځنۍ آسياء سره تجارت، جديد ريل رابطو او نوے تجارتي لارو ته ودې وركولو سره خپل جغرافيائي پوزيشن په معاشي ترقۍ، سرمايه کاري او سيمه ايزو رابطو لپاره پكار راوستل غواړي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل زه د پاکستان نمائندګۍ لپاره د منګوليا پايه تخت …
پاکستان مېنځني ختيز سره په جديد ريل رابطو او نوو تجارتي لارو تړل غواړو۔ احسن اقبال
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان مېنځنۍ آسياء سره تجارت، جديد ريل رابطو او نوے تجارتي لارو ته ودې وركولو سره خپل جغرافيائي پوزيشن په معاشي ترقۍ، سرمايه کاري او سيمه ايزو رابطو لپاره پكار راوستل غواړي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل زه د پاکستان نمائندګۍ لپاره د منګوليا پايه تخت په اولان باتور كښې د سنټرل ايشيا ريجنل اکنامك کوآپريشن غونډه كښې ګډون لپاره رارسېدلے يم۔ د اولان باتور ايئرپورټ ته په رسېدو د منګوليا د معيشت وزارت سټيټ سيکرټري بتخو ايديش د وفاقي وزير احسن اقبال تود هركلے وكړو ۔ احسن اقبال ووئيل سنټرل ايشيا ريجنل اکنامك کوآپريشن غونډه پاکستان لپاره د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره د معاشي او تجارتي روابط لا مضبوطولو مهمه موقع ده٬ پاکستان سيمه ايزو رابطو ته ودې٬ جديد انفراسټرکچر او د نوو تجارتي لارو په ذريعه په منطقه كښې د تجارت او سرمايه کارۍ امکانات پراخه كول غواړي۔ ده ووئيل پاکستان د خپل جغرافيائي اهميت له امله مېنځنۍ آسياء٬ چين او د نړيوال ماركيټ ترمېنځه يوه مهمه رابطه وركوي، كومې څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره چې سيمه ايزه مرسته او د ټرانسپورټ روابطو لا قوي كول ضروري دي









