اسلام آباد 13فروری(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ايم 9 موټروے د رامخې ته شوې پېښې سخت نوټس اغستو سره د موټروے آئي جي څخه سمدستي د پلټنو رپورټ غوښتے دے ۔وفاقي وزير ښكاره كړه چې د بشري ځانونو په تحفظ به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔په خپل بيان كښې وفاقي وزير د موټروے پوليس ته خاص احكامات جاري كړل چې په موټروے داخلېدونكو ګاډو په …
وفاقي وزير عبدالعليم خان د ايم 9 موټروے د پېښې سخت نوټس واغست٬ په زړو ټائرونو كارونكو ګاډو د بندېز سپارښتنه
اسلام آباد 13فروری(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ايم 9 موټروے د رامخې ته شوې پېښې سخت نوټس اغستو سره د موټروے آئي جي څخه سمدستي د پلټنو رپورټ غوښتے دے ۔وفاقي وزير ښكاره كړه چې د بشري ځانونو په تحفظ به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔په خپل بيان كښې وفاقي وزير د موټروے پوليس ته خاص احكامات جاري كړل چې په موټروے داخلېدونكو ګاډو په خاص توګه د كمرشل ګاډو د ټائرونو معيار په سختۍ سره جانچ پړتال كوي۔ده امر وكړو چې د زړو ټائرونو استعمالونكو ګاډو ته دې په موټروے د راتلو اجازه ورنه كړې شي۔عبدالعليم خان په ايم 9 موټروے د رامخې ته شوې پیښه دړدناكه ګرځولو سره ځپليو كورنيو سره د يو والي او افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د هر پاكستاني ژوند قيمتي دے او په سباؤن كښې به د داسې ډول پېښو مخ نيوي لپاره حفاظتي اقدامات لا سخت كولې شي۔










