وفاقي وزير عبدالعليم خان او د ايران د روډز اينډ انفراسټرکچر وزيرې فرزانه صادق ملاقات

استنبول 13 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان او د ايران د روډز اينډ انفراسټرکچر وزيرې فرزانه صادق ترمېنځه په استنبول كښې د او آئي سي وزيرانو د دوېم كنفرنس په مهال ملاقات وكړو٬ چې پكښې د دوه اړخيزه تجارتي ټرانسپورټ تګ راتګ او په پولو د رامخې ته مسئلو حل لپاره ښه پرېكړې وكړې شوې۔ د ملاقات په مهال په دې خبره سلاح يوه شوه …

استنبول 13 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان او د ايران د روډز اينډ انفراسټرکچر وزيرې فرزانه صادق ترمېنځه په استنبول كښې د او آئي سي وزيرانو د دوېم كنفرنس په مهال ملاقات وكړو٬ چې پكښې د دوه اړخيزه تجارتي ټرانسپورټ تګ راتګ او په پولو د رامخې ته مسئلو حل لپاره ښه پرېكړې وكړې شوې۔ د ملاقات په مهال په دې خبره سلاح يوه شوه چې په پاك ايران پوله تجارتي هلو ځلو تندولو ته اړتيا ده٬ دوي د او آئي سي وزيرانو كنفرنس دوست هېوادونو لپاره د خبرو اترو ښه موقع وګرځوله۔ د ملاقات په پائې كښې په پاكستان كښې د ريجنل ټرانسپورټ وزيرانو د كېدونكي كنفرنس په اړه هم خبرې وشوې۔ د ايران وزېرې ووئيل پاکستان لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندونې سره په سباون كښې مرستې ته لا پراختيا لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔