تل پاتې معاشي پرمختګ يوازې موثره پاليسي سازۍ سره نه بلكې د حكومت په هره كچه موثره نفاذ سره تړلے دے۔ د خزانې وزيرد 124 نيشنل مينجمنټ کورس ګډون كوونكو ته وېنا

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د پاليسو په موثره ډول عملدرآمد او اداره جاتي اصلاحات كښې د سينئر سول سرونټس په کليدي کردار زور راوړلو سره وئيلي دي تل پاتې معاشي پرمختګ يوازې موثره پاليسي سازۍ سره نه بلكې د حكومت په هر اړخ د دې موثره نفاذ سره تړلے دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په لاهور كښې …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د پاليسو په موثره ډول عملدرآمد او اداره جاتي اصلاحات كښې د سينئر سول سرونټس په کليدي کردار زور راوړلو سره وئيلي دي تل پاتې معاشي پرمختګ يوازې موثره پاليسي سازۍ سره نه بلكې د حكومت په هر اړخ د دې موثره نفاذ سره تړلے دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په لاهور كښې نيشنل سکول آف پبلك پاليسي، پاکستان ايډمنسټريټو سټاف کالج لاهور كښې د لېكچر په مهال كړې٬ دا ليکچر په دې وروستيو كښې په كورس كښې د شامل كړے شوي “ستراتېژك پاليسي ډائيلاګ” برخه وه٬ د 124م نيشنل مينجمنټ کورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير د پاکستان معاشي سمت، د مالياتي اصلاحات ايجنډا او د پيچلو پاليسي چيلنجز مخه نيوي لپاره د اداره جاتي مضبوطيا په اهميت د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ګډون كوٶنكي د حکومت د روانو ډھانچه جاتي اصلاحات نه خبر كړل چې مقصد يې د اوپن اكانومي استحكام ته وده وركول، د ټيکس دائره كار ته پراختيا وركول، اولسي مالياتي نظم و نسق ښه كول او په واكمنۍ كښې سپېځلتيا او ځواب وركولو ته وده وركول دي۔ ده د پاليسۍ په موثره عملدرآمد او اداره جاتي اصلاحات كښې د سينئر سول سرونټس په کليدي کردار زور راوړلو سره ووئيل تل پاتې معاشي پرمختګ يوازې موثره پاليسي سازۍ سره نه بلكې د حكومت په هره كچه د دې موثره نفاذ سره مشروط دے۔ ده په مالياتي پائيدارۍ، د توان په څانګه كښې اصلاحات او ماحولياتي او موسمياتي لچک په څېر د موجوده چيلنجز مخه نيوي لپاره ستراتېژك سوچ، په ډيټا اډانه فيصله سازي او د بين الوزارتي همكارۍ په اهميت هم رڼا واچوله، دې تعاملي ناستې ګډون كوٶنكو ته د پاليسۍ په تقابلي اړخونو، د اصلاحات د پرله پسې نفاذ او په بدلېدونكې نړيوالې معاشي منظرنامه د خبرو موقع وركړه ۔ د خزانې وزير افسرانو ته تلقين وكړو چې خپلو خپلو څانګو كښې سباون لېدونكے او په حل اډانه طرز فكر اختيار كړي ٬ دا ليکچر د ستراتېژك پاليسي ډائيلاګ د سلسلې برخه وه چې مقصد يې د قامي قيادت او د سينئر سول سروس افسرانو ترمېنځه حكمرانۍ او په معاشي ترجيحات نېغ په نېغ رابطې ته وده وركول دي۔