اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان ټولو هېوادونو سره په ګډه مشاورت، امن او تل پاتي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره چمتو دے ۔ صدر مملکت دا خبره د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ د "قيادت او استحکام" په موضوع په كېدونكي شپږم نړيوال وركشاپ كښې ګډون كوونكو ته وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل …
پاکستان ټولو هېوادونو سره په ګډه مشاورت٬ امن او تل پاتي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره چمتو دے ۔ د صدر آصف علي زرداري د شپږم نړيوال وركشاپ ګډون كوونكو سره خبرې
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان ټولو هېوادونو سره په ګډه مشاورت، امن او تل پاتي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره چمتو دے ۔ صدر مملکت دا خبره د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ د “قيادت او استحکام” په موضوع په كېدونكي شپږم نړيوال وركشاپ كښې ګډون كوونكو ته وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل قيادت او استحکام ھغه بنيادي ستن ده چې پرې قامونه او ادارې ولاړې وي٬ نن نړۍ په تندۍ سره بدلېدونكې حالات سره مخ ده چې پكښې جغرافيائي او سياسي بدلون، د سلامتيا رامخې ته كېدونكې خطرې او په ګورننس كښې د ټيکنالوجۍ زيات شوے كردار شامل دے۔ صدر مملکت ووئيل د ورکشاپ په پائې كښې تاسو ته وېنا زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ ده ګډون كوٶنكو ته د كورس په بشپړېدو مباركي وركولو سره ووئيل د دې مهم فورم په تابيا نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ د دې نوعيت ورکشاپس پاليسي سازو، سفيرانو، عسکري چارواكي ، د تعليم پوهان او د نجي څانګې مشران په يو پلېټ فارم جمع كوي او د قيادت او استحکام په څېر په مهمو موضوعات فكر لپاره قېمتي موقع وركوي۔ صدر دا هيله څرګنده كړه چې دلته ترلاسه كېدونې بصيرتونه به زمونږ ادارې او د ټولنې تر پراخه حلقه جات رسولې شي۔ صدر مملکت ووئيل اوس سلامتيا تر روايتي شخړو محدود پاتې نه ده٬ په دې كښې سائبر سکيورټي، هائبرډ خطرات او معلوماتي چيلنجز هم شامل دي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون، وسائلو كښې كمے او ګمراه كوٶنكې معلومات د پولو نه ماورا مسئلې دي كومو لپاره چې مشټركه او اجتماعي حل ته اړتيا ده ۔ صدر مملکت د ورکشاپ د انتظاميه ، ګډون كوونكو او د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ مننه وكړه چا چې دا وركشاپ ممكن كړو ۔ ده ووئيل زه لاس په دعا يم چې ستاسو خبرې بصيرت افروز وي، ستاسو مرسته تل پاتي ثابت شي او دلته تېر شوے وخت ستاسو لپاره معني لرونكے او يادګار پاتې شي۔ د يادونې وړ ده چې ” قيادت او استحکام” په موضوع په شپږم نړيوال وركشاپ كښې د 49 هېوادونو 69 شخصيات ګډون وكړو او د پاكستان پشمول په مجموعي توګه 99 شخصيات پكښې شامل وو۔ په دې موقع صدر آصف علي زرداري د ګډون كوونكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔ په دې موقع مېجرجنرل محمد رضا خپلو ابتدائي خبرو كښې د ورکشاپ ګډون كوونكو ته د ايوان صدر د دورې كولو په موقع وركولو د صدر مملکت مننه وكړه او د وركشاپ ګډون كوٶنكې يې دوي سره معارفي كړل۔










