ملګري ملتونه 13 فروري (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راورړے دے چې سلامتي كونسل دې په يمن كښې د اوږدې مودې نه د روانې شخړې خاتمې لپاره كوټلې او موثر ګلمونه واخلي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د 15 كسيز سلامتي کونسل غونډې ته د وېنا په مهال وكړه ۔ ده ووئېل چې يو مستحكم او …
د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په يمن كښې د روانې شخړې خاتمې لپاره كوټلې او موثر ګامونه واخلي۔ عاصم افتخار احمد
ملګري ملتونه 13 فروري (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راورړے دے چې سلامتي كونسل دې په يمن كښې د اوږدې مودې نه د روانې شخړې خاتمې لپاره كوټلې او موثر ګلمونه واخلي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د 15 كسيز سلامتي کونسل غونډې ته د وېنا په مهال وكړه ۔ ده ووئېل چې يو مستحكم او متحد يمن په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره ضروري دے۔ ده د يمن خپلواكۍ او ملي وحدت لپاره د پاكستان د اصولي ملاتړ پخلے هم وكړو۔ ده تېره مياشت په رياض كښې د كېدونكي سعودي سهولت كارۍ خبرو اترو هركلے وكړو او د يمن په تولو ډلو يې زور راوړو چې ھغوي په نيك نيتۍ او لچك سره په خبرو كښې ګډون وكړي۔ ده ووئيل د عمل وړ٬ جامع او تعميري سياسي عمل د يمن اولس د خوښې له مخې د تل پاتي حل يوازنۍ لاره ده۔ پاکستان د حوثي کنټرول سيمو كښې د ملګرو ملتونو او د مرستې عملې د خپلې خوښۍ ګرفتارۍ او د ملګرو ملتونو په اثاثٶ د قبضې هم غندنه وكړه او په حراست كښې د ټولو كسانو د سمدستي او د غېر مشروط خوشي كولو يې غوښتنه هم وكړه۔










