د پي ټي آئي د بانني په روغتيا دې سياست ونكړے شي : طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔13فروری(اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي د پي ټي آئي باني په روغتيا دې سياست ونكړے شي۔ د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري د پی ټي آئي د دريځ ترديد كولو سره ځنيې مهم حقائق وړاندې كړل په كومو كښې چې وئيلې شوي چې په 2 دسمبر د پي ټي آئي …

اسلام آباد۔13فروری(اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي د پي ټي آئي باني په روغتيا دې سياست ونكړے شي۔ د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري د پی ټي آئي د دريځ ترديد كولو سره ځنيې مهم حقائق وړاندې كړل په كومو كښې چې وئيلې شوي چې په 2 دسمبر د پي ټي آئي خور عظمی خان ملاقات څخه وروستو ميډيا ته وئيلې وو چې د پي ټي آئي د باني صحت د پاك پروردګار په فضل ډېر ښه دے او هغې د هغه د سترګې د تكليف هېڅ ذكر نه ؤ كړے۔ په 16 جنوری د زندان چارواكو او حكومت په خپله پرېكړه كړی وه چې چې د پي ټي آئي باني د سترګو ډاكټر ته هېڅ حاجت نه لري۔ هغه د پي ټي آئي په خواست نه بلكې په حكومتي پرېكړه پمز ته منتقل كړے شو۔ په 24 جنورۍ هغه ته د هغه د سترګې بند رګ پرانستلو له انجكشن ولګولے شو۔ ده ووئيل هغه سره مونږ سياسي اختلافات لرؤ كومه ذاتي دښمني نه۔ ده ووئيل د سپريم كورټ چيف جسټس پخپله دې معاملې ته ګوري۔ ده ووئيل حكومت نوې مېډيكل رپورټ جوړوي چرته هم چې ضرورت وي معائنه كولو له چمتو يوو۔