پاكستان د دآئي پي يو په كلن سماعت كښې د شخړو سولئيز هواري او د نړيوال قانون د احترام غوښتنه

ملګري ملتونه ۔13 فروری (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو منشور او د اړيكو او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د نړيوال قانون د احترام او د اوږدې مودې شخړو په سولئيز حل كښې د بامعني پېشرفت غوښتنه كړې ده۔ د كلن آئی پي یو سماعت 2026 پرانستې غونډه كښې قامي بيانيه وړاندې كولو سره د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ملګرو ملتونو …

ملګري ملتونه ۔13 فروری (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو منشور او د اړيكو او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د نړيوال قانون د احترام او د اوږدې مودې شخړو په سولئيز حل كښې د بامعني پېشرفت غوښتنه كړې ده۔ د كلن آئی پي یو سماعت 2026 پرانستې غونډه كښې قامي بيانيه وړاندې كولو سره د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ملګرو ملتونو وقار زياتولو له جمهوری، شفاف او ځواب وركونكې فېصله سازي ضروري ده او پارليمانونه په نړيوالو لوظونو په قامي كچه عملدرآمد باوري كولو كښې ضروري همكاران دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اصلاحات ضروري دي خو اصول به دا وي : اصلاحات ټولو لپاره ٬ چا لپاره خصوصي مراعات نشته۔ د سید یوسف رضا ګیلانی په مشرۍ كښې د پاكستان 6 كسيزه د اعلی كچې پارليماني پلاوې په دوه ورځني كلن پارليماني سماعت كښې ګډون لپاره ملګرو ملتونو كښې موجود دے۔ په پلاوي كښې سېنېټر سلیم مانډوی والا، سېنېټر فاروق اېچ نائیک، سېنېټر عبدالقادر، سېنېټر سید فېصل علي سبزواري او د نېشنل اسمبلۍ غړے ملک عامر ډوګر شامل دے۔ د سېنېټ چیئرمېن د ملګرو ملتونو اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل دا نن هم د ګڼ اړخيزه مرستې بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل په موجوده دور كښې د موسمیاتی بدلون ، تشدد لرونكو شخړو او زيات شوي ټولنيز او اقتصادي عدم مساوت په څير بحران د ملګرو ملتونو په درې ستنو د مؤثر عملدرآمد صلاحيت محدود كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو ٬ آئي پي يو او د آئي اېس سي ترمينځه همغږۍ ته د ودې وركولو عزم لري دغسې چې ګډ نړيوال هدفونه مخ په وړاندې بوتللے شي۔ د كلن آئي پي یو سماعت 2026 سرخط’’پارلیمانونه او ملګري ملتونه : غوره ملګرتيا ٬ اولس لپاره مؤثر خدمات ‘‘دے۔ ۔ په دې سماعت كښې امن ٬ تلپاتي پرمختګ ، جمهوری واکمنی، مؤثره ګڼ اړخيزه همكارۍ ٬ د ملګرو ملتونو ’’پېکټ فار دی فیوچر‘‘ كښې مرستې او پراخه اصلاحاتي اقدامات ته خاص پاملرنه وكړې شوه