اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د سينيټ په غونډه كښې د ګل په ورځ په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره په متفقه توګه قرارداد منظور كړی شو۔قرارداد د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ايوان ته وړاندې كړو۔د كوم چې ټولو سياسي ګوندونو بشپړ تائيد وكړو۔ايوان د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره …
په سينيټ كښې بلوچستان كښې د ترهه ګر بريدونو سخته غندنه٬مفقه قرارداد منظور كړی شو
اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د سينيټ په غونډه كښې د ګل په ورځ په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره په متفقه توګه قرارداد منظور كړی شو۔قرارداد د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ايوان ته وړاندې كړو۔د كوم چې ټولو سياسي ګوندونو بشپړ تائيد وكړو۔ايوان د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره د زړه د كومې غمرازي وكړه او ژوبل شويو له يې د زر روغتيا دعا وكړه۔سينيټ د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو د افسرانو او اهلكارو مړانې او قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په قرارداد كښې په بلوچستان كښې د امن٬پرمختګ او سياسي شموليت لپاره د سينيټ د كلك عزم پخلې وكړې شو خو په دې خبره زور راوړلې شو چې تل پاتې امن سماجي او معاشي پرمختګ غوره حكمراني او د آئين د حقونو د احترام نه بغېر ممكن نه ده۔ايوان په ډاګه كړه چې ترهه ګري به په هېڅ صورت كاميابه نه شي۔دوي غوښتنه وكړه چې په ترهه ګرۍ كښې ككړ عناصر دې قانون سره مخ كړی شي۔په قرار داد كښې په وفاقي او صوبائي حكومتونو زور راوړلې شو چې هغه په خاص توګه بلوچستان كښې د انټيلي جنس په مرسته د پوله ايزې سلامتيا او د ترهه ګرۍ مخ نيوي نظام موثر كړي۔دغسې چې سباؤن كښې د داسې پیښو مخه ونيولې شي۔












