سرګودھا۔ 30 ستمبر (اے پی پی) پاكستان په هاكۍ لوبه كښې د لاسه وركړے مقام ترلاسه كولې شي او په دې كښې شك نشته چې هغه د تېر وخت په څير د خپل صلاحيت څرګندونه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه پخواني وزير مملكت او ډويژنل صدر (پي پي پي ) تسنيم احمد قرېشي په مېله منډي ګراؤنډ سرګودھا كښې د سټي صدر پي پي پي او د سپورټس ونګ …
پاکستان په هاکۍ کښې د لاسه ورکړے مقام یو ځل بیا ترلاسه کولی شي: تسنیم احمد قریشي

مزید خبریں
سرګودھا۔ 30 ستمبر (اے پی پی) پاكستان په هاكۍ لوبه كښې د لاسه وركړے مقام ترلاسه كولې شي او په دې كښې شك نشته چې هغه د تېر وخت په څير د خپل صلاحيت څرګندونه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه پخواني وزير مملكت او ډويژنل صدر (پي پي پي ) تسنيم احمد قرېشي په مېله منډي ګراؤنډ سرګودھا كښې د سټي صدر پي پي پي او د سپورټس ونګ قاضي سلطان سره د هغه په كوربتوب كښی د آل پاكستان نشان حېدر ګولډ كپ هاكي ټورنامنټ پرانستې په موقع وكړه۔ ده ووئيل هاكي د پاكستان قامي لوبه ده او د دې سرپرستي اړينه ده۔ ده ووئيل پاكستاني ځوانان د هاكۍ زيات ټېلنټ لري٬ كه د حكومت لخوا د هاكۍ ټېلنټ معارفي كولو او د صلاحيت لرونكو لوبغاړو سرپرستي وكړې شي نو پاكستان په هاكۍ د لاسه وركړے مقام يو وارې بيا ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل حكومت په بشپړ ډول د هاكۍ لوبدلې له مطلوبه اقدامات او د فنډز رسنه باوري كوي










