کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د "آپريشن ردالفتنه-3" له مخئ كارروائۍ كولو سره د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كړې دي٬ د سکيورټي ذريعو له مخئ د ضلع سهراب په مال مدرسه سيمه كښې امنيتي ځواكونو د انټيلي جنس آپريشن په نتيجه كښې د فتنه الهندوستان يو ترهګر وژلو۔ ذريعو له مخې د کارروائۍ په مهال مال مدرسه او د بتيګو په مېنځنۍ سيمه …
د امنيتي ځواكونو په ضلع سهراب كښې عمليات٬ د فتنه الهندوستان يو ترهګر ووژل شو

مزید خبریں
کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د “آپريشن ردالفتنه-3” له مخئ كارروائۍ كولو سره د ترهګرو ناوړه عزائم ناكامه كړې دي٬ د سکيورټي ذريعو له مخئ د ضلع سهراب په مال مدرسه سيمه كښې امنيتي ځواكونو د انټيلي جنس آپريشن په نتيجه كښې د فتنه الهندوستان يو ترهګر وژلو۔ ذريعو له مخې د کارروائۍ په مهال مال مدرسه او د بتيګو په مېنځنۍ سيمه كښې د ترهګرو په موجودګۍ د فورسز او شرخوښو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر وژلے شو او د ھغه بل ملګرے وتخښتېدلو ٬ وژلي شوي ترهګر څخه وسله او موټر سائيكل برامد كړے شول۔ د امنيتي چارواكو وېنا ده په بلوچستان كښې به تل پاتي امن او د ترهګرۍ تر خاتمې د كوم تعطل نه غېر کارروائۍ دوامداره ساتلې شي










