ټانك كښې په پټوار خانه د بريد هڅه ناكامه، ځانمرګے بريد كونكے د بارودي موادو په چاٶدنه مړ

  ټانك 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په ضلع ټانک كښې د ترهګرۍ او قلنګ اغستو ناوړه انجام رامخې ته شو چرته چې د قلنګ په شخړه سرکاري پټوار خانه په نخښه كونكې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد كونكې په لاره كښې د بارودي موادو د چاٶدنې له امله مړ شو۔ د سکيورټي ذريعو له مخې ترهګرو د پټوار خانې وداني په نخښه كول غوښتله٬  خو په …

 

ټانك 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په ضلع ټانک كښې د ترهګرۍ او قلنګ اغستو ناوړه انجام رامخې ته شو چرته چې د قلنګ په شخړه سرکاري پټوار خانه په نخښه كونكې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد كونكې په لاره كښې د بارودي موادو د چاٶدنې له امله مړ شو۔ د سکيورټي ذريعو له مخې ترهګرو د پټوار خانې وداني په نخښه كول غوښتله٬  خو په غېر ارادي توګه په لاره كښې چاٶدنه وشوه چې په سبب ئې پټوار خانې سره متصل د استوګنې دوو ودانيو ته زيان ورسېد٬ دا پېښه مبصرينو د ټيرر کرائم نيکسس واضحه ثبوت ګرځولے دے چې ترې ثابتېږي چې دا عناصر د بې ګناه وګرو په ځان او مال پسې دي٬ د پېښې نه وروستو په سيمه كښې د جرائمو او ترهګرو په جوړه جاړه په اولس كښې سخته اندیښنه رامخې ته شوې ده۔)