د بلوچستان وزيراعلی سره د ورلډ فوډ پروګرام كنټري ډائرېكټر ملاقات

  کوئټه۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بكټي سره د ورلډ فوډ پروګرام پاكستان كنټري ډائرېكټر انيتا هرش ملاقات وكړو په كوم كښې چې په بلوچستان كښې د خوراك په كمي ٬ تحفظ ٬ د دې ښه ښه والي او د ورلډ فوډ پروګرام لاندې روانو منصوبو كښې د پراختيا په شمول  د همكارۍ زياتولو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په …

 

کوئټه۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بكټي سره د ورلډ فوډ پروګرام پاكستان كنټري ډائرېكټر انيتا هرش ملاقات وكړو په كوم كښې چې په بلوچستان كښې د خوراك په كمي ٬ تحفظ ٬ د دې ښه ښه والي او د ورلډ فوډ پروګرام لاندې روانو منصوبو كښې د پراختيا په شمول  د همكارۍ زياتولو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ په ملاقات كښې بلوچستان كښې د ورلډ فوډ پروګرام لاندې د روانو منصوبو ٬ صوبه كښې د خوراك صورتحال او سباؤن كښې په دې اړه د ممكنه اقدامات جاج واغستلے شو۔ وزیراعلی ووئيل په بلوچستان كښې د خوراك كمے يوه سنګينه مسئله ده او په دې قابو موندلو له د حکومت، نړيوالو ادارو او اړوندو همكارانو ترمينځه كوټلي او ګډ اقدامات ضروري دي۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت د خوراك كمي او تحفظ لا ښه كولو له مؤثر ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې د نړيوالو ادارو همكارۍ ته اهميت وركوي۔ میر سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان حكومت او ورلډ فوډ پروګرام ګډ اقدامات به صوبه كښې د خوراك كمي ختمولو او د غذائي تحفظ ودې له ګتور ثابت شي۔ په ملاقات كښې د ورلډ فوډ پروګرام لخوا په بلوچستان كښې د روانو اقداماتو او د سباؤن پروګرام په اړه هم خبرې وشوې