اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀ اے خان د ګل په ورځ سينټ خبر كړے چې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ اوسنيو پېښو كښې ككړ عناصر د پاكستان دښمنان دي او هغوي د هېواد دښمنه قوتونو په اشاره كاروايۍ كوي۔په سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر رانا ناصر عباس د نكتو ځواب وركولو سره رانا ثناﺀ خان ووئيل چې د امنيتي …
په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پيښو كښې ككړ عناصر د پاكستان دښمنان دي٬هغوي د هيواد دښمنه قوتونو په اشارو كاروايۍ كوي: رانا ثناﺀ اے خان
اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀ اے خان د ګل په ورځ سينټ خبر كړے چې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ اوسنيو پېښو كښې ككړ عناصر د پاكستان دښمنان دي او هغوي د هېواد دښمنه قوتونو په اشاره كاروايۍ كوي۔په سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر رانا ناصر عباس د نكتو ځواب وركولو سره رانا ثناﺀ خان ووئيل چې د امنيتي ځواكونو په كاروائيو كښې تراوسه 177 ترهه ګر وژلې شوي دي او په بلوچستان كښې د ترهه ګرو بريدونو په نتيجه كښې د قانون نافذ كونكي ادارو 17 اهلكار او 33 عام وګړي شهيدان شوي دي۔ده ووئيل چې داسې عناصر په هېڅ صورت كښې “ناراض”يا محروم ډله ګرځولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل چې شهيد شويو 17 اهلكارو كښې 10 پوليس٬ 6 فرنټئير كور ٬ يو ليويز اهلكار او 33 عام وګړي شامل دي۔ده ووئيل چې بلوچستان كښې ترهه ګر 12 بسونه ودرولو سره د مسافرو شناختي كارډ چيك كړې كولې او د ميرمنو او ماشومانو پشمول بې ګناه وګړي د خپلې كورنۍ په وړاندې وژلې دي دغسې په ټرېنونو بريدونه شوي په خاص توګه د جعفر ايكسپرېس په پېښه كښې مسافر يرغمال جوړ كړې شوي وو او بيا بې دردۍ سره قتل كړي شوي وو












