اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د افغان كډوالو بېرته ستنېدو ٬ د اهم ګورننس، انساني، ماحولياتي او امنيتي چارو جاج واخستې شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټر قاسم په مشرۍ كښې په غونډه كښې سينيټر نديم احمد بھټو، سينيټر فيصل سليم رحمان، سينيټر ناصر …
کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه٬ آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د افغان كډوالو بېرته ستنيدو ٬ مهم ګورننس، انساني، ماحولياتي او امنيتي چارو جاج
اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د افغان كډوالو بېرته ستنېدو ٬ د اهم ګورننس، انساني، ماحولياتي او امنيتي چارو جاج واخستې شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټر قاسم په مشرۍ كښې په غونډه كښې سينيټر نديم احمد بھټو، سينيټر فيصل سليم رحمان، سينيټر ناصر محمود او سينيټر عطاء الحق ګډون كړې۔ كمېټۍ ته په سکردو كښئ په 21 او 22 اکتوبر 2025 كښې په شوې غونډه كښې په وركړې شوې سفارشاتو د عملدرآمد صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شو٬ کمېټۍ په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب نه پس د صورتحال تفصيلي جاج واخستې شو۔ په دې موقع د كمېټۍ غړو په منطقه كښې د ابتدائي وارننګ سسټمز په خراب حالت سوالونه پورته كړل۔












