د پاك پوځ سرلښكر او سي ډي ايف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه ابو القاسم حفتر وليدل

پېنډۍ 02 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز (سي ډي اېف) فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا د عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه ابو القاسم حفتر او د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر په جي اېچ كيو كښې ليدلي٬ په دي موقع دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو په …

پېنډۍ 02 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز (سي ډي اېف) فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا د عرب وسله والو ځواكونو کمانډر انچيف فيلډ مارشل خليفه ابو القاسم حفتر او د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر په جي اېچ كيو كښې ليدلي٬ په دي موقع دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه په اړوند منطقو كښې د سکيورټي په صورتحال او وظيفائي مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د خبرو په مهال د پاکستان او ليبيا وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مسلسل رابطے او مرستې په اهميت زور راوړلې شو۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ګرانو مېلمنو هركلے وكړو او ليبيا سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره ئې د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده په ليبيا كښې امن، استحکام او اداره جاتي ترقۍ لپاره د پاکستان د ملاتړ هم پخلې وكړو٬ ملاقات په دوستانه او خوشګوار ماحول كښې وشو كوم چې د پاکستان او ليبيا ترمېنځه دا وږدې مودې د ورورولۍ د اړيكو عكاسي كوي۔ د دې نه وړاندې په نور خان ايئر بېس فيلډ مارشل سيد عاصم منير د فيلډ مارشل خليفه ابو القاسم حفتر هركلے وكړو٬ ګرانو مېلمنو په جي اېچ كيو كښې د شهيدانو په يادګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو او شهيدانو ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔