د اے پي پي ډيجيټل رسنه د مس انفارميشن مخنيوي او د هيواد مثبت تشخص رامخې ته كولو لپاره ضروري ده: د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ په تزويراتي بيانيه سازۍ كښې د قامي خبري اژانس"اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان" (اے پي پي) په کليدي کردار زور راوړلو سره وئيلي دي چې د ادارې ډيجيټل رسنه كښې اضافه به د مس انفارميشن تدارك او د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مرستياله ثابت شي۔ د ګل په ورځ د اے پي پي …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ په تزويراتي بيانيه سازۍ كښې د قامي خبري اژانس”اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان” (اے پي پي) په کليدي کردار زور راوړلو سره وئيلي دي چې د ادارې ډيجيټل رسنه كښې اضافه به د مس انفارميشن تدارك او د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مرستياله ثابت شي۔ د ګل په ورځ د اے پي پي هيډ کوارټرز دورې په موقع د غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير امر وكړو چې په ګراس روټ لېول ځائي کميونيټيز سره نزدې رابطو لپاره د سوشل ميډيا بېل پليټ فارمز په خاص توګه په سيمه ايزو ژبو كښې د نيوز کانټېنټ تشهير لپاره دې بشپړه طريقې وكارولې شي۔ وفاقي وزير د اے پي پي د بلوچي، براهوي، سندھي، پښتو او سرائيکي سروسز نيوز کانټېنټ د پراخه ډيجيټل تشهير امر كولو سره ووئيل چې دې سره به اولسي باور كښې اضافه او حكومتي بيانيه لا جامع كړې شي۔ وفاقي وزير عطا تارړ د اے پي پي ډيجيټل صلاحيت زياتولو او مواد مسابقتي كولو لپاره سوشل ميډيا د زلمو پوهانو د شموليت تجويز وړاندې كړو۔ ده زر د اے پي پي، پي ټي وي او د ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ د مشترکه غونډې رابللو اعلان وكړو دغسې چې د خبرونو او ډيجيټل ميډيا په څانګو كښې مرستې لپاره يو پراخله فرېم ورك جوړ كړے شي۔ وفاقي وزير د اے پي پي اېم ډي عاصم کھچي لخوا په اداره كښې سپېځلتيا او په كرپش كښې د ملوث ملازمينو نيټ ورك د بې نقابه كولو هلو ځلو ستائنه وكړه او د خپل طرف نه ئې د دې هلو ځلو د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه۔ ده د كرپشن كېس د ټرائل پيروي جاري ساتلو امر وكړو۔ وفاقي وزير د اے پي پي د بورډ آف ډائريکټرز غونډه زر د رابللو باور وركړو او په دې لړ كښې ېې سيکرټري انفارمېشن ته خاص امر جاري كړو۔ د وزيراعظم ميډيا کوارډينيټر بدر شهباز د اے پي پي لخوا تيار او په جاري كړې شوې نيوز کانټېنټ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې د ادارې ډيجيټل کېپسټي كښې اضافه به د قامي خبر رسنې ادارې دائره كار لا پراخه كړي٬ پي آئي او مبشر حسن ووئيل چې اے پي پي د باور وړ خپل رپورټنګ او ميډيا کوريج د لارې ملي تشخص كښې په زره پورې كردار لوبوي۔ د اے پي پي منيجنګ ډائرېکټر عاصم کھچي وفاقي وزير ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې د اے پي پي ډېټا سېنټر اپ ګرېډېشن او وېب سائټ په ان هاؤس سرور منتقل كولو سره په كلنه توګه 9 زره ډالرز بچت كېږي۔ ده ووئيل چې په اداره كښې د شوې تحقيقاتو او آډټ په مهال د 1.24 اربه روپو نه د زيات رقم كرپشن بې نقابه شوې دے۔ ده زياته كړه چې سپريم کورټ په کرپشن کېس كښې د شپږ تورنو ضمانتونه مسترد كولو سره اړوند عدالت ته په دريو مياشتو كښې د ټرائل بشپړولو امر كړے دے٬ د ملازمينو د ډګرو تصديق لپاره سپيشل سېل فعال دے او د رخصتۍ او ميډيکل طريقه کار اټومېټك كړې شوے دے ۔ په غونډه كښې د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز، پرنسپل انفارميشن آفيسر مبشر حسن، ايګزيکټو ډائريکټر اے پي پي سبين عثمان خټك او ډائرېکټر نيوز شمائله عندليب هم ګډون وكړو۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي هيډکوارټر ته په راتګ ايم ډي عاصم کھچي او نورو سينئر چارواكو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ تود هركلے وكړو۔