پاکستان اوبه د جنګي وسلې په توګه كارولو هڅې د نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ګڼي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د آبي زيرمو په نړيواله ورځ پيغام

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان د نړيوالو قوانينو رعايت كولو سره د كال 1960 د سندھ طاس تړون په بشپړ او عادلانه نفاذ باور لري او اوبه د جنګي وسلې په توګه د كارولو هڅې د نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ګڼي۔ د ګل په ورځ لمانځلې كېدونكې د آبي پانګو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان د نړيوالو قوانينو رعايت كولو سره د كال 1960 د سندھ طاس تړون په بشپړ او عادلانه نفاذ باور لري او اوبه د جنګي وسلې په توګه د كارولو هڅې د نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ګڼي۔ د ګل په ورځ لمانځلې كېدونكې د آبي پانګو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا ورځ پاکستان او د نړۍ قامونو ته د آبي پانګو د اوږدې مودې تحفظ او انتظام د عزم موقعې رامخې ته كوي٬ په سږني كال دا ورځ “آبي ذخائر او روايتي علم: د كلتوري ورثې پالنه” په سرخط لمانځلې كېږي كوم چې مونږ ته د اوبو د پانګو كلتوري پس منظر او اهميت يادوي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د كال 1971 د آبي ذخائرو د نړيوال تړون غړے دے د كوم له مخې چې انسانانو لپاره د آبي ذخائرو استعمال او د دې د وسائل تحفظ رامخې ته كوي٬ دا نړيواله ورځ د دغه لوظنامې په ياد كښې لمانځلې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د باور وړ آبي پانګې هر هېواد لپاره د شديد ماحولياتي او معاشي مسئلو مخه نيولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ دا پانګې وچ كالۍ٬ سېلاب او د سخت موسمياتي تغيراتو منفي اثراتو څخه په بچ كېدو كښې مرستيالې ثابتېدې شي٬ زمونږ د ډنډونو او ګلېشيئرز پشمول د آبي ذخائرو ځائي پانګې او سمندر غاړې او د مينګروو حياتياتي تنوع تحفظ، د ماحولياتي تغير څخه بچ كېدل او د اوبو د نظم او نسق سبب او د لكهونو په شمېر پاکستانيانو لپاره آبي ذخائر د معاش ذريعه او د امروزه ژوند لازمي برخه دي۔ ده ووئيل چې په آبي پانګو كښې كمې د اولس روزګار كښې د كمي٬ په قامي كچه د خوراكه په بيعه كښې اضافه او د سېلاب او وچ كالۍ صورت اختياروي ٬ د آبي ذخائرو تحفظ يوازې موسمياتي تغير څخه بچ كېدو لپاره ماحولياتي فريضه نه بلكې دا انفرادي او په اجتماعي كچه د سماجي خېرښګړې ضامن دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د نړيوال قوانينو پالنه كولو سره د كال 1960 د سندھ طاس تړون بشپړه او په منصفانه نفاذ باور لري او اوبه د جنګي وسلې په توګه د كارولو هڅې د نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ګڼي او په بشپړه توګه ئې مسترد كوي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په نننۍ ورځ د دې لوظ تجديد وكړو چې نه يوازې په انفرادي بلکې په اجتماعي كچه به مونږ آبي پانګې خپله قېمتي قامي، ماحولياتي، سماجي او كلتوري ورثه ګڼو او د دې تحفظ لپاره به بشپړه هڅې كوٶ۔ په نړيواله كچه به پاکستان د هېوادونو ترمېنځه د آبي پانګو منصفانه، قانوني او د سوله ايز استعمال ودې لپاره خپل غږ پورته كوي