د آرټ او ډيزائن تعليم د قومي پرمختګ لپاره زيات مهم ګرځولو ته اړتيا ده۔ډاکټر خالد مقبول صديقي

لاهور 24 جنوري (اے پي پي) د تعليم و پيشه وره تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي چې د آرټ حقيقي خدمت نېشنل کالج آف آرټس په شان ادارے كوي۔ده د خالي په ورځ نېشنل کالج آف آرټس (اين سي اے) كښې ډګري شو په اختتامي ورځ دستوري ته وينا او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دې ادارے تيرو څو كلونو كښې د آرټ او …

لاهور 24 جنوري (اے پي پي) د تعليم و پيشه وره تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي چې د آرټ حقيقي خدمت نېشنل کالج آف آرټس په شان ادارے كوي۔ده د خالي په ورځ نېشنل کالج آف آرټس (اين سي اے) كښې ډګري شو په اختتامي ورځ دستوري ته وينا او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دې ادارے تيرو څو كلونو كښې د آرټ او تخليقي تعليم ځانګړے خذمت کړې دے۔ده ووئيل آرټ او ډيزائن تعليم قومي پرمختګ لپاره زيات مهم ګرځولو ته اړتيا ده،ځكه چې دغه څانګه د كوم هم هېواد قومي شناخت او مثبت نړيوال تشخص رامخې ته كوي۔ډاکټر خالد مقبول صديقي فائن آرټس، ډيزائن او آرکيټيکچر په څانګو كښې د اين سي اے زدكونكو محنت، جدت او تخليقي سوچ ستائلو سره ووئيل ځوانان فنکار د پاکستان روښانه او مثبت مخ نړۍ ته وړاندې كوي۔ده ووئيل ډګري شو د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كولو او د هغوي سباؤن روښانه كولو ښه پليټ فارم دے۔وفاقي وزير ووئيل تعليم سره سره هنر او تخليقي صلاحيتونو ودي ته حكومت پام لرنه كوي،ځوانانو له د جديد تقاضو له مخې تعليم وركول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې په نړيواله كچه د مسابقت جوګه شي۔په دې موقع وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر مرتضي جعفري فارغ شوي زدكونكو او استاذانو له مبارکي وركولو سره ووئيل اين سي اے ډګري شو د زدكونكو د كلونو محنت، تحقيق او تخليقي سفر عملي څرګندونه ده۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې اين سي اے به سباؤن كښې د نړيوال معيار تعليم او تخليقي تربيې وركوي۔وياند له مخې اين سي اے ډګري شو 2025 كښې د بېلو څانګو فائنل ايئر زدكونكو تحقيقي و تخليقي منصوبے نندارتون لپاره وړاندې كړي،كوم چې د هېواد څخه راغلو فنکارانو ، د تعليم پوهانو، انډسټري پروفيشنلز او فن سره دلچسپي لرونكو وستائلو۔

مزید خبریں