اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره اردن لپاره د پاکستان نومولي سفير ميجر جنرل (ر) خرم سرفراز خان ليدلي دي ٬ نوي سفير ته په ذمه وارو سنبهالو مباركي وركولو سره صدر مملكت دا باور څرګند كړو چې سفير به اردن سره د پاکستان ګڼ اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې موثر كردار ولوبوي او نامزد سفير ته به فلسطين لپاره هم سفارتي …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره اردن لپاره د پاكستان نومولي سفير ميجر جنرل (ر) خرم سرفراز خان وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره اردن لپاره د پاکستان نومولي سفير ميجر جنرل (ر) خرم سرفراز خان ليدلي دي ٬ نوي سفير ته په ذمه وارو سنبهالو مباركي وركولو سره صدر مملكت دا باور څرګند كړو چې سفير به اردن سره د پاکستان ګڼ اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې موثر كردار ولوبوي او نامزد سفير ته به فلسطين لپاره هم سفارتي تقرري ترلاسه وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او اردن زړې اړيكې مهمې ګرځولو سره ووئيل دواړه هېوادونه په مشتركه تاريخ، كلتور او د مذهبي اقدارو په بنياد په مضبوط رشتو تړلي شوي دي۔ ده د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ دوئم، د اردن اولس او د فلسطيني قيادت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په تېر نومبر كښې د اردن فرمانروا د پاكستان دورې په مهال په سياسي روابط، تجارت او سرمايه کاري، دفاع او سلامتيا او په اولسي كچه د روابطو پشمول افرادي قوت او د هنرونو پرمختګ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلاح يوه شوې وه۔ صدر مملکت په اردن كښې د مېشته پاكستاني كمېونټۍ د كردار ستائنې كولو سره هلته د پاکستانيانو خېرښګرې لپاره بهتر قونصلر سهولتونه٬ باقاعدہ روابط او د سفارت او کميونټي ترمېنځه په نزدې مرسته زور راوړو۔ صدر مملکت په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د اردن د كردار ستائنې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې سفير به اردن او فلسطين سره د پاكستان اړيكې لا مستحكمولو لپاره په بشپړ ډول خدمات ترسره كړي۔










