اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم محمد شهباز شریف لارښوونه کړې چې د ټرېن په سفر کښې د ولس د اسانتیا او خوندیتوب، او د رېلوې ټرېکونو په وخت ترمیم او ساتنې لپاره دې عملي ګامونه پورته كړې شي۔ د وزیراعظم د دفترد میډیا ونګ له مخې، وزیراعظم دا خبره د رېلوې له وفاقي وزیر حنیف عباسي سره د کتنې په مهال وكړه۔ په دې لیدنه کښې وفاقي وزير حنیف عباسي وزیراعظم …
د ټرېن سفر کښې د ولس اسانتیا او خوندیتوب او د رېلوې ټرېکونو په وخت ترمیم او ساتنې له دې عملي ګامونه پورته كړې شي : وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم محمد شهباز شریف لارښوونه کړې چې د ټرېن په سفر کښې د ولس د اسانتیا او خوندیتوب، او د رېلوې ټرېکونو په وخت ترمیم او ساتنې لپاره دې عملي ګامونه پورته كړې شي۔ د وزیراعظم د دفترد میډیا ونګ له مخې، وزیراعظم دا خبره د رېلوې له وفاقي وزیر حنیف عباسي سره د کتنې په مهال وكړه۔ په دې لیدنه کښې وفاقي وزير حنیف عباسي وزیراعظم ته د رېلوې وزارت اړوندو چارو او د روانو پرمختیایي پروژو په اړه بریفېنګ ورکړو۔ وزیراعظم لارښوونه وکړه چې د ټرېن په سفر کښې د عامو خلکو د اسانتیا او امنیت ډاډمن کولو لپاره دې نور اغېزمن ګامونه پورته كړې شي او د رېلوې ټرېکونو په وخت ترمیم او څارنې لپاره دې عملي اقدامات وشي۔ هغه زیاته کړه چې د رېلوې فرېټ سروس نور فعالول اړين دي۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې وشوې۔









