د هند يو بل فالس فلېګ آپريشن افشا: په مقبوضه کشمير كښې تش په نامه مقابله كښې “شهيد” ګرځولے شوې د اېس اېس جي ريټائرډ حوالدار محمد آصف ميډيا ته وړاندې، هند د ترهګرۍ غت سرپرست او “انکاؤنټرستان” جوړ شوے دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي

پېنډۍ 01 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هندي پوځ لخوا په مقبوضه جمو و کشمير كښې تش په نامه د مقابلې په مهال د پاك پوځ پخواني هلکار وژلو او د ځان نه جوړے شوے دعوے په بشپړه توګه بې نقابه كولو سره فالس فليګ آپريشن په ډاګه كړو۔ آئي اېس پي آر د هندي پراپيګنډې برعكس ژوندې او سلامت ريټائرډ حوالدار محمد آصف د هېواد او نړيوالې ميډيا …

پېنډۍ 01 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هندي پوځ لخوا په مقبوضه جمو و کشمير كښې تش په نامه د مقابلې په مهال د پاك پوځ پخواني هلکار وژلو او د ځان نه جوړے شوے دعوے په بشپړه توګه بې نقابه كولو سره فالس فليګ آپريشن په ډاګه كړو۔ آئي اېس پي آر د هندي پراپيګنډې برعكس ژوندې او سلامت ريټائرډ حوالدار محمد آصف د هېواد او نړيوالې ميډيا ته وړاندې كولو سره په نوې ډلي كښې ناوړه دعوې په ډاګه كړې۔ د زيارت په ورځ په جي اېچ کيو كښې د اهم پرېس كنفرنس په مهال د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري ووئيل چې په 29 ستمبر هند پوځ د يو بل فالس فليګ آپريشن ډرامه جوړه كړې٬ په 29 ستمبر د شپې د هند پوځ كور د سوشل ميډيا پوسټ د لارې دعويٰ وكړه چې په مقبوضه کشمير كښې د يو اپرېشن په مهال کالعدم تنظيم سره تړون لرونكې ترهګر محمد آصف عرف هاشم موسيٰ وژلو سره مړې برامد كړے شوے دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د دې نه وروسته هندي پوځ د ځان نه جوړه شوې دعويٰ كولو سره ووئيل چې وژلې شوې  كس د پاك پوځ د اېس اېس جي ريټائرډ حوالدار محمد آصف دے، او هندي ميډيا سروس نمبر سره تفصيل جاري كولو سره په ده د پهلګام پشمول په يو شمېر بريدونو كښې د ښكېل كېدو تورونه هم ولګول۔ ده ووئيل چې د هندي دعوو له مخې آصف د يو داسې “سپرمېن”  په توګه وړاندې كړې شو چا چې په يو خت يو شمېر كارروائۍ كولې، خو حقيقت دا دې چې ھغه كس د چا په اړه چې هند پروپېګنډه كوي ھغه وژندې او سلامت مونږ سره موجود دے۔ په دې موقع د آئي اېس پي آر ډي جي ريټائرډ حوالدار محمد آصف ميډيا ته وړاندې كړو۔ خبريالانو سره په خبرو كښې محمد آصف ووئيل زه د اټك تحصيل د پنډي ګهېپ اوسېدونكې يم او په كال 2023 كښې اېس اېس جي څخه ريټائرمنټ نه وروسته په پېنډۍ كښې استوګن يم او په نجي سيکيورټي کمپنۍ كښې ملازمت كوم۔ ده ووئيل چې “تېره ورځ د ملګرو او خپلوانو فون كالز موصول شول چې هندي ميډيا زما په مقبوضه کشمير كښې د وژلو د ځان نه جوړ كړې شوې خبر چلولېدے٬ زه صحيح سلامت موجود يم، د هند د دې ښكاره دروغو٬ بې نسټه او د ځان نه د جوړ كړې شوې تورونو سخته غندنه كوم” ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې زه د ماضي په څېر نن هم د مورني هېواد دفاع لپاره هر وخت چمتو يم۔ ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري ووئيل هند په نړۍ كښې د رياستي ترهګرۍ لوے هېواد دے او نننې هند “انکاؤنټرستان” جوړ شوے دے٬ د مکتي باهني نه چې راوخلې نو د فتنة الخوارج (ټي ټي پي) او د نورو ترهګرو ډلو فنډنګ او سرپرستي د چا نه پټه خبره نه ده۔ ده ووئيل چې مقبوضه جمو و کشمير دا مهال د نړۍ بېګ اوپن جېل كښې بدل كړې شوے دے چرته چې د لس لكه نه زيات هندي قابض ځواكونه تعينات دي او كشميريانو ته د يو كلي نه بل كلي ته تګ لپاره هم اجازت نامے پکار وي۔ ده خبردارې وكړو چې پاكستان به پخپلې جغرافيائي دفاع او خپلواكۍ كومه سودا نه كوي٬ كه دښمن د كوم ډول جارحيت يا مهم جوئۍ هڅه وكړه نو پاك پوځ او ټول قام د دې سخت به ځواب وركولو له هر وخت چمتو دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده واضح كړه چې د حرمين شريفين تقدس او د سعودي عرب دفاع و سلامتيا په حواله د پاکستان عزم پوخ او غېر متزلزل دے۔ مکه الائنس او د دفاعي لوظنامو له مخې شريكه مرسته يو حساس او پټه معامله ده د دې په تفصيلاتو په ميډيا بحث نشي كېدې٬ داخلي سلامتيا او په آئيني چارو د خبرو په مهال ده ووئيل پاك پوځ د آئين پاكستان تابع دے او د رياست د احکامات پابند دے او پوځ د هېواد سياست سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل چې “رياست دے نو سياست دے”، د ملکي په بقا او د ترهګرۍ په ضد جاري جنګ كومه سياسي سودا نشي كېدې٬ خېبرپښتونخوا او د بلوچستان وګړو د ځان او مال تحفظ به په هر قېمت باوري كولې شي۔ ده زياته كړه چې د کالعدم ټي ټي پي او د کالعدم بي اېل اے ترمېنځه تفريق نشته دواړو ترهګرو تنظيمونو ته افغان خاوره او هلته د موجود عناصرو سهولت كاري ترلاسه ده د كوم تدارك لپاره چې به رياست هر ډول ممكنه قدم پورته كوي

مزید خبریں