اسلام آباد۔2 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان په مدينه منوره كښې په پاور ډسټرېبيوشن سټېشن د حوثي مليشيا لخوا د بريد سخته غندنه كولو سره سعودي عربستان سره د نه بدلېدونكې يووالي پخلې كړې دې۔ د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې مدينه منوره كښې مسجد نبوي ته بجلي وركوونكې انفراسټركچر په نخښه كول يوه سنګينه پارونكې هڅې ده او د ګردې نړۍ د …
پاکستان په مدینه منوره کښې په پاور سټېشن د حوثي ملیشیا بريد غندلی؛ له سعودي سره د نه بدلېدونکي یووالي پخلې

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان په مدينه منوره كښې په پاور ډسټرېبيوشن سټېشن د حوثي مليشيا لخوا د بريد سخته غندنه كولو سره سعودي عربستان سره د نه بدلېدونكې يووالي پخلې كړې دې۔ د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې مدينه منوره كښې مسجد نبوي ته بجلي وركوونكې انفراسټركچر په نخښه كول يوه سنګينه پارونكې هڅې ده او د ګردې نړۍ د لكھونو په شمېر مسلمانانو لپاره د ژورې اندېښنې او اضطراب سبب ګرځېدلې ده۔ د حرمېن شریفېن د تقدس او زائرينو د سلامتيا بايد په هر صورت كښې احترام وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د دا ډول اقداماتو د فوري او غېر مشروط خاتمې غوښتنه كوو كوم چې سيمه ييز امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ وياند ووئيل پاكستان ورور هېواد سعودي عربستان سره د خپل نه بدلېدونكې يووالي پخلې او د سعودي عربستان د خپلواكۍ ٬ سيمه ييزې سلامتيا بشپړ ملاتړ كوي۔ مونږ د حرمېن شريفېن تحفظ ٬ د خپل اولس حفاظت او د زائرينو سلامتيا باوري كولو له هڅو كښې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ يوو۔ وياند ووئيل پاكستان به منطقه كښی تلپاتي امن او ثبات لپاره خپلې هڅې په راتلونكي كښې هم دغسې دوامدارې ساتي۔









