وزیراعظم شهباز شریف په شمالي وزیرستان كښې د 7 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام اباد: 2اکتوبر(اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کښې په انټېلې جنس بېسډ آپرېشن كښې د 7 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو خلاف منظم عملیات او د امنیتي ځواکونو پېشه ور مهارت زمونږ د ملي عزم عكاسي كوي۔ هغه زياته كړه چې امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کښې د فتنة الخوارج ترهګرو پټنځایونه هم …

اسلام اباد: 2اکتوبر(اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کښې په انټېلې جنس بېسډ آپرېشن كښې د 7 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو خلاف منظم عملیات او د امنیتي ځواکونو پېشه ور مهارت زمونږ د ملي عزم عكاسي كوي۔ هغه زياته كړه چې امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کښې د فتنة الخوارج ترهګرو پټنځایونه هم له منځه وړي چې دا یو د ستاینې وړ کار دې۔  د پي اېم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم ووئيل د امنیتي ځواکونو او قانون نافذ کونکو ادارو د افسرانو او ځوانانو غوره کارکردګي د هېواد د امن او سلامتي ضامنه ده۔ د فتنة الخوارج ترهګرو عزائمو خاورو سره په ګډولو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ وزیراعظم ټینګار وکړ چې د ټولو ترهګرو عناصرو تر بشپړ ختمېدو پورې به د امنیتي ځواکونو کلک عملیات دوام ولري او ټول ملت په خپلو زړورو وسله والو ځواکونو ویاړي۔

مزید خبریں