اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او) دوه ورځنۍ لسمه وزارتي غونډه د زيارت په ورځ پائې ته ورسېدله٬ چې پكښې د اي سي او غړٶ هېوادونو د افتونو مخه نيولو لپاره د سيمه ايزې مرستې ٬ اجتماعي استحكام او د مشتركه د عزم خپلے وكړو٬ دوه ورځنۍ غونډه د 21 نه تر 22 جنوري د پاكستان حكومت لخوا په نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي …
د اقتصادي مرستې تنظيم دوه ورځنۍ لسمه وزارتي غونډه پائې ته ورسېده

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او) دوه ورځنۍ لسمه وزارتي غونډه د زيارت په ورځ پائې ته ورسېدله٬ چې پكښې د اي سي او غړٶ هېوادونو د افتونو مخه نيولو لپاره د سيمه ايزې مرستې ٬ اجتماعي استحكام او د مشتركه د عزم خپلے وكړو٬ دوه ورځنۍ غونډه د 21 نه تر 22 جنوري د پاكستان حكومت لخوا په نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) كښې وشوه چې پكښې د اي سي او هېوادونو وزيرانو او سيمه ايزو او د نړيوالو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو ٬ د افتونو مخه نيول او د خطرو تدارك په اړه پاکستان په وړومبي ځل د اي سي او غونډې كوربتوب كړے دے٬ د پائې غونډې په مهال په 21 جنوري شوې د لوړې كچې د وركنګ ګروپ د غونډې د نتيجو جاج اخستو سره د مهمو سيمه ايزو پرېكړو توثيق سره سره د اي سي او وژن 2025 او د سينډائي فريم ورك هدفونو له مخې د افتونو په ره چمتوالے نيولو ٬ د خطرو مخ نيوي او استحکام قوي كولو لپاره مشترکه اقدامات له د شريكو لوظنامو په ضرورت زور راوړلے شو٬ د آذربائيجان د هنګامي حالات نائب وزير ليفټيننټ جنرل عادل عبدالله يوف او د کرغزستان نائب وزير ارنسټ ژوسوپوف سيمه ايزې همكارۍ٬ د معلومات تبادله٬ اجتماعي چمتوالي او موثره پېشګي خبرتيا او د اقدامات په حواله د نظام په اهميت زور راوړو٬ د تاجکستان دوهم چيئرمين ميجر جنرل ايزوزاده سليمان عمر د موسمياتي خطرو زياتو شوو اثراتو او د كوټلې سيمه ايزې لائحې په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وكړه او د تركيه علي حمزه پهلوان د مشترکه تربيې پروګرامز، فرضي مشقونو او د زلزلې په اړه د سيمه ايز معلوماتي سنټر جوړولو په اهميت زور راوړو۔ په دې موقع د ازبکستان او د پاكستان نمائندګي كونكي غړي محمد ادريس محسود د جديد او جامع لائحې٬ په ټېكنالوجۍ اډانه د كار استعداد او ابتدائي د خبرتيا نظام ته د ودې وركولو په اهميت خبرې وكړې۔ د دستورې په پائې كښې ګډون كوونكو د پاكستان حكومت او اېن ډي اېم اے د غوره كوربتوب او انتظامات ستائنه وكړه ٬ د اي سي او د لمسې وزارتي غونډې خاتمه په منطقه كښې د افتونو مخنيوي لپاره مشتركه منصوبې په عملي اقدامات د بدلولو د نوي عزم سره وشوه۔










