اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ غونډه د سينيټر ناصر محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ لاجز كنفرنس هال كښې وشوه چې پكښې د پاكستان پبلك وركس ډيپارټمنټ (پاك پي ډبليو ډي)تحليل كېدو نه پس بيلو سركاري محكمو كښې ضم شوو ملازمانو ته د تنخاګانو په نه ادا كېدو د كمېټۍ په سفارشات باندې د عملدرآمد د صورتحال او د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ …
د هاؤسنګ اينډ وركس لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ غونډه٬ د پاك پي ډبليو ډي ضم شوو ملازمانو ته د تنخاګانو نه ادا كېدو په بابله د اندیښنې څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ غونډه د سينيټر ناصر محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ لاجز كنفرنس هال كښې وشوه چې پكښې د پاكستان پبلك وركس ډيپارټمنټ (پاك پي ډبليو ډي)تحليل كېدو نه پس بيلو سركاري محكمو كښې ضم شوو ملازمانو ته د تنخاګانو په نه ادا كېدو د كمېټۍ په سفارشات باندې د عملدرآمد د صورتحال او د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي ايچ اے) د پروژو جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې سینیټر هدایت اللہ خان، سینیټر عبدالشکور خان، سینیټر بلال احمد خان، سینیټر خالدہ عطیب ، سینیټر حسنه بانو او سینیټر جان محمد نه علاوه د هاؤسنګ اينډ وركس وزارت سېكرټري او نور اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔كمېټۍ د پاك پي ډبليو ډي تحليل كېدو نه پس بيلو وزارتونو٬ډويژنونو او محكمو كښې ضم شوو ملازمانو ته د تنخاګانو په نه ادا كېدو د تشويش څرګندونه وكړه۔كمېټۍ ته ووئيل شول 253 ملازمينو ته د جولائي 2025 نه تراوسه تنخاګانې نه دې وركړی شوي چې له امله يې هغوي سختو مالي ستونزو او د بنيادي ضروريات نشت والي سره مخ دي۔هاؤسنګ سېكرټري كمېټۍ خبر كړه چې 89 فيصد ضم شوو ملازمانو ته تنخاګانې وركړې شوي او پاتې مسئله د اضافي بجټ نشته والي له امله رامخې ته ده ۔ده ووئيل فنانس ډويژن اړوندو وزارتونو او محكمو ته د فنډز وركولو باور وركړے دے۔










