اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان-قازقستان ريلوے كيكټيوټي او ريلوے مرستې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډلو د پاكستان څخه تر مينځنۍ د آسيا ريلوے كنيكټيوټي پروژو او د دې په معاشي او تجارتي ګټو هم خبرې وكړی۔وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل دا پروژه د پاكستان ريلوے سيكتر كښې يو تاريخي …
د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان-قازقستان ريلوے كيكټيوټي او ريلوے مرستې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډلو د پاكستان څخه تر مينځنۍ د آسيا ريلوے كنيكټيوټي پروژو او د دې په معاشي او تجارتي ګټو هم خبرې وكړی۔وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل دا پروژه د پاكستان ريلوے سيكتر كښې يو تاريخي پېشرفت دے او په منطقه كښې تجارت او رابطو ته نوې اړخ وركړي۔پاكستان نه تر قازقستان ريلوے كنيكټيوټي ځانګړے پیشرفت دے ٬ د كراچۍ پورټ نه تر قازقستان ريلوے كنيكټيوټي پروژه تياره ده كومه به چې په منطقه كښې تجارتي روابط ته وده وركوي او پاكستان به مينځنۍ آسيا سره نيغ په نيغه وتړي۔ ده ووئېل د چمن د لارې تر افغانستان٬تركمانستان او قازقستان ريلوے نيټ ورك جامع انداز كښې مربوط كولې شي۔پاكستان-قازقستان ريلوے كنيكټيوټي پروژه د 7 ارب ډالر مده كومه به چې درې كاله ريكارډ موده كښې بشپړولې شي۔ ده ووئېل دا پروژه به د منطقې لپاره ګيم چينجر ثابت شي او د پاكستان معيشت لپاره د سنګ ميل كردار به ادا كړي۔قازقستان صدر به د فرورۍ په 3مه نيټه د پاكستان دوره كوي او هم په دې موقع به رسمي توګه ايم او يوز لاس ليك كولې شي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ريلوے مرسته به لا قوي كړي۔د ريلوے وفاقي وزير ووئيل دا پروژه نه يوازې د پاكستان ريلوے انډسټري لپاره مهمه ده بلكې ټوله منطقه كښې به تجارتي روابط ته ودې وركولو او د معاشي پرمختګ نوې موقعې راپېدا كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔










