مور پلار دې د فرورۍ دويمې نيټې څخه د پوليو مخنيوي كمپائن كښې 5 كاله څخه كم عمره ماشومانو ته د څاڅكي ضرور وركړي : سينيټر عائشه رضا

کوئټه۔ 22 جنوری (اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن سېنېټر عائشه رضا فاروق وئيلي دي په بلوچستان كښې د پوليو وائرس شته ٬ د مؤثره تګلارې له امله 15 مياشتو څخه په صوبه كښې د پوليو كوم كېس رپورټ نه شو۔ دا خبره دې په كوئټه كښې پوليو وركرز سره ملاقات څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښی وكړه۔ دې ووئيل مور پلار دې د فرورۍ …

کوئټه۔ 22 جنوری (اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن سېنېټر عائشه رضا فاروق وئيلي دي په بلوچستان كښې د پوليو وائرس شته ٬ د مؤثره تګلارې له امله 15 مياشتو څخه په صوبه كښې د پوليو كوم كېس رپورټ نه شو۔ دا خبره دې په كوئټه كښې پوليو وركرز سره ملاقات څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښی وكړه۔ دې ووئيل مور پلار دې د فرورۍ دويمې نېټې څخه د پوليو مخنيوي پيل كيدونكې كمپائن كښې 5 كاله څخه د كم عمره كوچنيانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي ضرور وركړي۔ دې ووئيل د ورکر سېلریز زياتولو له اقدامات كوو۔ دې ووئيل زما د كوئټې دا دوره د وزيراعظم د هغه ښكاره پېغام عكاسي كوي چې بلوچستان به قامي كچه زمونږ لومړۍ ترجيج ده٬ په بلوچستان كښې له مضبوط او پرله پسې پېشرفت پرته پاكستان څخه د پوليو خاتمه ممكن نه ده۔ دې ووئيل ما د بلوچستان وزيراعلی او چيف سېكرټري سره ملاقات وكړو او هغوي ته مې بلوچستان څخه د پوليو په ختمولو كښې د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دې د خپلې دورې په مهال مېرمنو فرنټ لائن وركرز سره نېغ په نېغه خبرې وكړې چې مقصد يۍ د هغوي مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كول دي دغسې چې مېرمنې په قومي كچه د پالېسۍ په سازولو او پرېكړو كښې نېغ په نېغه شاملې كړې شي او د دوئي كار سره اړوندې مسئلې په مؤثره توګه حل كړې شي۔ دې ووئيل د پوليو مخنيوي پروګرام سره د تړون لرونكو مېرمنو كه هغه فرنټ لائن وركرز دي يا په كومه كچه خپله وظيفه ترسره كوي د هغوي مرسته او ډاډګيرنه كول زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده

مزید خبریں