ډیووس۔22جنوری(اے پی پی) د پاکستان، امریکا، ترکیه، سعودي عرب، متحدہ عرب امارات او انډونیشیا په شمول بيلو هيوادونو د غزه امن بورډ چارټرلاس ليك كړو۔ د زيارت په ورځ دلته د نړيوال اقتصادي فورم 56 مې غونډې په موقع د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په كوربتوب كښې په غزه امن بورډ كښې د شاملو هېوادونو په غونډه كښې غزه امن بورډ چارټر لاس ليك شو۔ په لاس ليك كوؤنكو هېوادونو …
د پاکستان، امریکا، ترکیه، سعودي عرب، متحدہ عرب امارات او انډونیشیا په شمول بيلو هيوادونو د غزه امن بورډ چارټرلاس ليك كړو

مزید خبریں
ډیووس۔22جنوری(اے پی پی) د پاکستان، امریکا، ترکیه، سعودي عرب، متحدہ عرب امارات او انډونیشیا په شمول بيلو هيوادونو د غزه امن بورډ چارټرلاس ليك كړو۔ د زيارت په ورځ دلته د نړيوال اقتصادي فورم 56 مې غونډې په موقع د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په كوربتوب كښې په غزه امن بورډ كښې د شاملو هېوادونو په غونډه كښې غزه امن بورډ چارټر لاس ليك شو۔ په لاس ليك كوؤنكو هېوادونو كښې پاکستان، امریکا، آرمینیا، ارجنټائن، آذربائیجان، بلغاریه، انډونیشیا، هنګری، قازقستان ، اردن، کوسوو، پیراګوئے، قطر، سعودي عرب، ترکیه، متحدہ عرب امارات، ازبکستان او منګولیا شامل دي۔ وزیراعظم شهباز شریف چې څه وخت غزه امن بورډ چارټر لاس ليك كولو له راغلو نو امريكائي صدر د ده په خاص توګه مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې د لاس ليك دستورې ته خطاب كښې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل په بورډ آف پیس كښې د برطانيې د پخواني وزيراعظم ټونی بلیئر زيات مهم كردار دے۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې په مينځني ختيز كښې امن په ځاے كولو له روانې هڅې به كاميابې شي۔ ده ووئيل په غزه امن بورډ كښې زيات هېوادونه شاملېدل غواړي٬ ده ووئيل په امن بورډ كښې د شاملو شوو هېوادونو مننه كوو۔ ده ووئيل غزه به د سېلګرۍ يو په زړه پورې مركز جوړوو۔ ده امن لپاره په خپل كردار رڼا اچولو سره ووئيل ما په 10مياشتو كښې 8 جنګونه اودرولي٬ د دوه اتومي هېوادونو پاكستان او هند ترمينځه مې جنګ بند كړو ٬ د پاكستان وزيراعظم ماته ووئيل 10 ملينه ځانونه دې بچ كړل ۔ ده ووئيل د جنګونو بندولو سره د يو شمېر هېوادونو حكومتي مشران زما ملګري شول۔ ده ووئيل د تھائی لینډ او فلپائن، د اسرائیل او ایران، د مصر او ایتھوپیا ، د آذربائیجان او آرمینیا ترمينځه جنګ ما بند كړو۔ ده ووئيل د تېر كال په مقابله كښې نن نړۍ زياته محفوظه ده۔ ده ووئيل ايران سره خبرو ته چمتو يو۔ په دې موقع امريكائي خارجه وزير مارکو روبیو ووئيل دا ننۍ ورځ ډېره مهمه ده ٬ صدر ريښتيا ووئيل مونږ ډېر ناممكنه كارونه كړي دي۔ ده ووئيل د ټولو نړيوالو لارښودو مقصد په غزه كښې امن په ځاے كول دي۔ ده ووئيل د غزہ امن بورډ مقصد مستقل جنګ بندي مستحكمول ٬ د غزه بيا ودانۍ كښې مرسته كول او د نړيوال قانون له مخې د فلسطین اولس د خپلواكۍ حق او د رياست جوړولو په بنياد يو عادلانه او تلپاتي امن ته وده وركول دي دغسې چې د منطقې ټولو هېوادونو او اولس لپاره د امن ٬ سلامتيا او استحكام لاره هواره شي۔ په دستوره كښې د غزه امن لوظنامې په اړه د نړيوالو لارښودو د پېغامونو وېډيو هم نشر كړې شوه










