د پاکستان د ټريلين معيشت هدف د اجتماعي فعاليتونو ٬ پاليسيو او په برآمدات اډانه معاشي ماډل خپلولو سره ترلاسه كيدے شي: وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

اسلام آباد۔22جنوری (اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي د پاکستان د ټريلين معيشت هدف د اجتماعي فعاليتونو ٬ هم غږۍ لرونكو پاليسيو او په برآمدات د اډانه معاشي ماډل خپلولو سره ترلاسه كيدے شي۔ ده د زيارت په ورځ د اے سي سي تر اهتمام لاندې 8م پاكستان ليډرشپ كنورسېشن ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان …

اسلام آباد۔22جنوری (اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي د پاکستان د ټريلين معيشت هدف د اجتماعي فعاليتونو ٬ هم غږۍ لرونكو پاليسيو او په برآمدات د اډانه معاشي ماډل خپلولو سره ترلاسه كيدے شي۔ ده د زيارت په ورځ د اے سي سي تر اهتمام لاندې 8م پاكستان ليډرشپ كنورسېشن ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان د چين پرمختيائي تجربې څخه زده كړه كولو سره ویلیو اېډډ مصنوعات ته د پام ګرځولو د لارې خپل برآمدات زياتولې شي۔ ده ووئيل چين د ویلیو ایډیشن، صنعتی استعداد او عصري ټېكنالوجۍ د لارې خپل ځان د نړۍ په لويو برآمد كوؤنكو هېوادونو كښې شامل كړو او پاكستان لپاره د تقليد وړ ماډل دے۔ قېصر احمد شېخ ووئيل د پالېسۍ، سرمایې، صنعت او ادارو ترمينځه له هغمږۍ پرته تلپاتي معاشي پرمختګ ممكن نه دے او هنرمند او سباؤن سره هم آهنګ افرادي قوت د پرمختګ بنياد دے۔ ده ووئيل په برآمدات كښې د زياتوالي صلاحيت ٬ معيار او د ټېكنالوجي كارولو سره ممكن دے او ډیجیټل ټېکنالوجی، مصنوعی ذهانت (اے آئی) او فِن ټېک پاکستان تند رفتاره معيشت ترلاسه كولو پلو روانولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په اسټاک مارکیټ د سرمايه كارو زياتېدونكي باور سره معيشت مضبوطيږي۔ ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې په سرمايه كار دوست اصلاحات عملدرآمد روان دے

مزید خبریں