اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير مصدق ملك وئيلي دي موسمیاتی بدلون د روان وخت تر ټولو لويې چېلنج دے، پاکستان د كاربن اخراج كښې د معمولي برخې لرلو باوجود موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات اعېزمند كېدونكو هېوادونو كښې شمېرلے شي، هند وائي سندھ طاس لوظنامه نه منو ٬ د اوبو لاره به نيسو ٬ هند بايد سوچ وكړي چې د هند اوبه …
موسمياتي بدلون د روان وخت تر ټولو لويې چيلنج دے : وفاقي وزير مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير مصدق ملك وئيلي دي موسمیاتی بدلون د روان وخت تر ټولو لويې چېلنج دے، پاکستان د كاربن اخراج كښې د معمولي برخې لرلو باوجود موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات اعېزمند كېدونكو هېوادونو كښې شمېرلے شي، هند وائي سندھ طاس لوظنامه نه منو ٬ د اوبو لاره به نيسو ٬ هند بايد سوچ وكړي چې د هند اوبه له بل هېواد څخه راځي٬ هند دې څخه وړاندې هم پاكستان سره په ښكر وهلو زيان پورته كړے دے٬ كه بندې كړې اوبه راپرېږدي نو سېلاب به راشي او كه دغسې يۍ بندب اوساتي نو قحط سره به مخ شوو۔ د زيارت په ورځ دلته يوې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو په نتيجه كښې پاكستان بېلو ناڅاپي آفتونو او مالي زيانونو سره مخ پاتي شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان په شاوخوا كښې دوه هېوادونه د نړۍ د 40 فیصده کاربن د اخراج ذمه وار دي چې په نتيجه كښې يۍ درجه حرارت زيات شوے او د ګلېشیئرز ويلې كېدو دلاسه سېلاب راځي چې ورسره د كروړونو په شمېر وګړي ځپلې كيږي۔ ده ووئيل د نړۍ 10 هېوادونه په مجموعي توګه 75 فیصد کاربن پېدا كوي او هم دغه هېوادونه 85 فیصد ګرين فنانسنګ هم ترلاسه كوي٬ پاتې 180 هېوادونه به څه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل كه د ټریلین ډالرو معيشت جوړول وي نو د يو څو كسانو اجاره داري به ختمول وي۔ ده ووئيل پلورلزم ډیموکیټائزیشن آف اېکسس ډیموکیټائزیشن آف کېپیټل فیرسټ کمپټیشن د ټریلین ډالر اکانومی بنيادي خاكه ده د كوم حل چې وزيراعظم شهباز شريف وړاندې كړے دے۔ده ووئيل پاکستان دوه قسمه معيشتونه لريي ٬ كليوال او ښاريز۔ د كليوال معيشت په اړه د وزيراعظم دوه مهمې تګلارې دي: اولنۍ د زرعي پېداوار په اړه ده۔ په كومه كښې چې سيډ مافيا ختمول ٬ نړۍ څخه غوره تخم راغوښتل او كرونده ګرو ته وېړيا وركول شامل دي۔ د دوېمې تګلارې له مخې په كليوالو سيمو كښې د هر كلي دننه كوچني صنعتي يونټس جوړول دي دغسې چې زرعي پېداوار ضايع نه شي۔ د اربن معیشت په اړه ده ووئيل دې سره اړونده تګلاره كښې سمال ټو مېډیم انټرپرائزز (اېس ایم ایز) ته سرمايه وركول شامل دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستاني اولس عزت او وقار سره ژوند د وزيراعظم خوب دے










