اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي قائداعظم يونيورسټي د پاکستان ھغه نوموړې اداره ده چرته چې د ګرد هېواد رنګ ښكاري او د دې ادارې پرمختګ د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده۔ دا خبره ده په قائداعظم يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير د پوهنتون زمكې …
د قائداعظم يونيورسټۍ نه غېر اسلام آباد نېمګړے دے، وفاقي پلازمينه به “يونيورسټي ټاؤن” جوړوٶ۔ وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي قائداعظم يونيورسټي د پاکستان ھغه نوموړې اداره ده چرته چې د ګرد هېواد رنګ ښكاري او د دې ادارې پرمختګ د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده۔ دا خبره ده په قائداعظم يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير د پوهنتون زمكې قبضې په اړه سخت خبرداري وركولو سره ووئيل په اسلام آباد كښې په سركاري زمكه به قبضه په هېڅ صورت نه برداشت كوٶ او په دې لړ كښې يو جامع اپرېشن روان دے۔ ده ووئيل زه نن په دوېم ځل پوهنتون ته په راتلو خوشحاله شوے يم٬ زمونږ د ټولې ډلې دا پوخ باور دے چې كه اسلام آباد ته د يو اکائي په توګه وكتلې شي نو د دې تصور د قائداعظم يونيورسټۍ نه غېر نېمګړې دے٬ دا ھغه واحد پوهنتون دے چرته چې د ګرد هېواد د كلتور هر رنګ په نظر راځي۔ ده ووئيل مونږ په راتلونكې مياشت كښې اسلام آباد ويژن 2027 په رسمي توګه پېل كوٶ٬ چې وفاقي پايه تخت به “يونيورسټي ټاؤن” جوړوٶ٬ د دې وژن تفصيلاب به مونږ ډېر زر رامخې ته كړو دغسې چې زده كوٶنكو ته د نړيوال معيار بهترين سهولتونه په لاس ورشي۔ ده ووئيل نن ما د پوهنتون د داخلي لارې مشاهده وكړه كومه چې د دې عظيمې ادارې سره سمه نه وه٬ ما سي ډي اے ته امر وكړو چې په راتلونكو لسو پنځلسو ورځو كښې د يونيورسټي داخلي لاره د شاهراه دستور په څېر د مهمې شاهراه په طرز ښائسته او جديد جوړه كړئ٬ دې سره دا آډيټوريم هم پخپل موجوده حالت كښې مثالي نه دے ٬ مونږ به د آډيټوريم په بشپړه رنګ روغن كولو سره دې ته د ‘اسټيټ آف دي آرټ’ سهولتونه وركوٶ۔ ده ووئيل چرته چې د پوهنتون د 1700 اېكړه زمكې معامله ده نو ډپټي كمشنر دلته موجود دے زه به ده سره خبره كوم٬ په اسلام اباد كښې زمونږ پاليسي بيخي واضحه ده٬ كه چا په سركاري زمكه قبضه كړې ده نو ښه به وي چې ھغه پخپله دغه خالي كړي٬ مونږ بيا خلقو له خبردارے وركوٶ ځكه چې دا مهال په ښار كښې لويې اپرېشن روان دے٬ دا ممكن نه ده چې زمكه د رياست وي او هلته نور څوك قابض وي٬ مونږ به د پوهنوتن زمكې پشمول د اسلام آباد ټوله زمكه د قبضه ګرو څخه خلاصٶو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف ليپ ټاپ پروګرام د ھغوي زړه ته نزدې دے٬ ھغه خپله راتلل غوښتل خو د زياتو مصروفياتو په سبب يې دوره ونه كړې شوه۔ ده ووئيل مونږ د پوهنتون مسئلو حل لپاره خپل آفس كښې يو کوآرډينيټر هم مقرر كړے دے څوك چې هم د دې ادارې زده كونكے پاتې دے٬ د ادارې پحقله هره مسئله به په پرائيورټي حل كولې شي٬ بل يو مهم پېشرفت دا دے چې اوس به د ګرد هېواد پوليس افسران د قائداعظم يونيورسټۍ کواليفائيډ زده كوٶنكي وي او دوي ته به د دې نوموړې ادارې څخه ډګرۍ ترلاسه كېږي كومه چې مونږ ټولو لپاره د اعزاز خبره ده٬ مونږ چې څنګه ټول اسلام آباد بدلوٶ دغسې به قائداعظم يونيورسټي هم بدلوٶ۔ كه ستاسو زمكه وي يا انفراسټرکچر، حکومت به تاسو سره هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي۔










