ډيووس 22 جنوري (اے پي پي) د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې په بزنس راؤنډ ټيبل كښې نيسلے په پاکستان كښې د 60 ملين ډالرو اضافي سرمايه كارۍ اعلان كړے دے٬ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع په ډيووس كښې د اعليٰ كچ بزنس راؤنډ ټيبل مشري كوي٬ په دې …
د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې په بزنس راؤنډ ټيبل كښې نيسلے په پاکستان كښې د 60 ملين ډالرو د اضافي سرمايه كارۍ اعلان

مزید خبریں
ډيووس 22 جنوري (اے پي پي) د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې په بزنس راؤنډ ټيبل كښې نيسلے په پاکستان كښې د 60 ملين ډالرو اضافي سرمايه كارۍ اعلان كړے دے٬ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع په ډيووس كښې د اعليٰ كچ بزنس راؤنډ ټيبل مشري كوي٬ په دې غونډه كښې په نړيواله كچه د نوموړو كمپنو چيف ايګزيکټوز او سينئر مشرانو ګډون وكړو، چرته چې د پاکستان په اصلاحاتي سمت، د سرمايه کارۍ په موقعو او د اوږدې مودې پرمختګ په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه، دا بزنس راؤنډ ټيبل د پاكستان حکومت لخوا کثيرالقومي سرمايه کارو سره د روانو روابطو برخه وه چې مقصد ئيې په پاليسو كښې تسلسل، د معيشت دستاويزي شکل او په تل پاتې برآمدات اډانه پرمختګ ته وده وركول دي۔ په غونډه كښې ځانګړې پېشرفت د نيسلے ايګزيکټو وائس پريذيډنټ او اشيا، اوشيانا او د افريقې چيف ايګزيکټو آفيسر ريمي ايجل لخوا په پاکستان كښې د 60 ملين ډالرو د اضافي سرمايه کارۍ اعلان په صورت رامخې ته شو٬ نېسلے به په پاكستان كښې خپلو هلو ځلو ته پراختيا وركوي٬ كوم چې پاكستان سره د كمپنۍ د اوږدې مودې د عزم څرګندونه ده۔ په دې موقع ريمي ايجل ووئيل د پاکستان د آبادي، غذائي ضرورتونو او په ويليو ايډډ فوډ سيکټر كښې موقعې، سوئيلي ختيزې اسياء كښې د کامياب پرمختيائي مبادلز سره مماثلت لري۔ په دې موقع د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نيسلے د سرمايه کارۍ اعلان د پاکستان د معاشي اصلاحات او د معيشت دستاويزي شکل پلو د باور منصبوبه وګرځوله۔ ده د ټيکس نظام مضبوطولو، په پاليسو كښې تسلسل په ځاے ساتلو او نجي څانګې سره پرله پسې روابطو د لارې د اوږدې مودې ذمه واره سرمايه کارۍ ته ودې وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو، چې پكښې د خزانې وزارت له مخئ جوړ كړے شوے ټيکس پاليسي آفس هم شامل دے۔ د خزانې وزير په دې خبره زور رواړو چې پاکستان كښې په لم لګښت غذائيت، د ماحولياتي بدلون له مخې ډېري، ځائي ذريعو څخه خام مال وركول او په برامدات اډانه د مينوفيکچرنګ پراخه موقعې موجود دي او د پاكستان حکومت سيمه ايز پېداوار او د نړيوال ويليو چينز لپاره يو مسابقتي مركز جوړولو عزم لري۔










