اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان(اے پي پي) او د بلغاريه نيوز ايجنسۍ(بي ټي اے) ترمېنځه د خبرونو د تبادلې او نزدې روابطو ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په ياددښت لاسليك شوے دے٬ د لوظنامې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معلومات فلو باوري كول او لوستونكو ته د دواړٶ هېوادونو تر معتبر خبرونو رسنې له مرسته كول دي۔ د اے پي …
د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان او د بلغاريه نيوز ايجنسۍ ترمېنځه د خبرونو د تبادلې او نزدې روابطو ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په ياددښت لاسليك

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان(اے پي پي) او د بلغاريه نيوز ايجنسۍ(بي ټي اے) ترمېنځه د خبرونو د تبادلې او نزدې روابطو ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په ياددښت لاسليك شوے دے٬ د لوظنامې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معلومات فلو باوري كول او لوستونكو ته د دواړٶ هېوادونو تر معتبر خبرونو رسنې له مرسته كول دي۔ د اے پي پي منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي او د بي ټي اے ډائريکټر جنرل کريل والچيو په اېم او يو لاسليك وكړو ٬ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزارت سيکرټري اشفاق خليل او د بلغاريه سفير ارينا ګانچيوا هم موجود وو٬ دا لوظنامه د دواړو قامي خبر رسنو ادارو ترمېنځه د مرستې فرېم ورك وركوي٬ د اېم او يو له مخې به اے پي پي او بي ټي اے په باقاعدګۍ سره د خبرونو مواد٬ عكسونه او اداره جارتي مرسته كښې اشتراك كوي٬ د دستورې پېل د قرآن پاك د تلاوت نه وشو او د دغې نه وروستو د خبرونو ترسيل كښې د اے پي پي کردار رامخې ته كولو په اړه ډاکومنټري وښودلې شوه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو سيکرټري اشفاق خليل ووئيل د پاکستان او بلغاريه ترمېنځه په احترام او مرستې اډانه د دوستۍ اړيكې موجود دي۔ ده ووئيل اے پي پي او د بي ټي اے ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت لاسليك دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د ميډيا په څانګه كښې يو مهم پېشرفت دے ٬ دا اېم او يو به د دواړو هېوادونو د خبري اژانس ترمېنځه مرستې لپاره يو واضحه فرېم ورك وركړي۔ ده دا باور څرګند كړو چې دا لوظنامه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې او د اړيكو لا قوي كولو لپاره لارې پرانځي۔ په دې موقع د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي د بلغاريه د مېلمنو هركلي كولو سره ووئيل د مفاهمت په ياددښت لاسليك د پاکستان او بلغاريه ترمېنځه د ميډيا مرستې لپاره نوے دور په ګوته كوي٬ دې سره دا دواړو هېوادونو ترمېنځِه د اړيكو د لا قوي كېدو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د اے پي پي او د بي ټي اے مشتركه مقصد خپلو قارئينو ته درست او په وخت معلومات رسول دي٬ د دې اېم او يو د لارې به د دواړوا هېوادونو نيوز اېجنسۍ خپل كورېج پراخه كولو لپاره وسائل، تجربه او د موادو يو بل سره اشتراك كوي۔ ايم ډي محمد عاصم کھچي ووئيل د پاکستان حكومت نورو هېوادونو سره د ميډيا مرستې ته د ودې وركولو اقدامات بشپړ ملاتړ كوي٬ ده د دواړو نيوز اېجنسيو ترمېنځه اړيكې قوي كولو لپاره د بلغاريه د کردار ستائنې سره دا هيله څرګنده كړه چې دا لوظنامه به د خبرو اشتراك او اداره جاتي رابطه کارۍ كښې د عملي نتيجو سبب وګرځي۔ ده د بلغاريه ګډون كوٶنكو ته د اے پي پي د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئيل په دستوره كښې د بلغاريه د سينئر چارواكو موجودګي د دواړو هېوادونو د شريكو اړيكو د اهميت عكاسي كوي۔ ډائريکټر جنرل کريل والچيو خپل وېنا كښې ووئيل د مفاهمت په لوظنامه لاسليك، لوظونه عملي كولو پلو يو عملي ګام دے٬ لفظونه د عمل د لارې معنې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل دا لوظنامه به د دواړو نيوز اېجنسيو ترمېنځه د هرې ورځ خبرونو تبادله باوري كولو سره مرستې ته اهميت وركړي۔ کريل والچيو ووئيل لوظنامه به دواړه اېجنسيو د يو بل خبرونو او نورو موادو ته پخپل پلېټ فارم ځاے وركړي۔ هغه ووئيل بي ټي اے به د پاکستان څخه د اے پي پي منتخب خبرونه خپروي٬ دغسې اے پي پي به د بلغاريه په اړه د بي ټي اے خبرونه خپروي۔ ده زياته كړه چې دې انتظام سره به د دواړو هېوادونو قارئين، کاروباريان، سېلګري او محقيقنو ته مرسته ترلاسه شي او ھغوي به د باور وړ معلومات ترلاسه كړے شي۔ هغه ووئېل تېر كال د پاكستان او بلغاريه د سفارتي اړيكو 60 كاله بشپړ شول۔ د اے پي پي او د بي ټي اے ترمېنځه دا د خپل نوعيت دوېمه لوظنامه ده٬ ده ووئيل د دواړو نيوز اېجنسو ترمېنځه د مرستې وړومبۍ لوظنامه د بي ټي اے جوړېدو نه دوه كاله پس په مارچ كال 1967 كښې شوې وه۔ هغه ووئيل بي ټي اے د آرکائيوز د ابتدائي مرستې رېكارد محفوظ كړے دے۔ ده ووئيل بي ټي اے دا مهال 50 قامي خبري اژانس سره د مرستې لوظنامې لري، چې پكښې د اسياء د ذكر وړ شمېره ده۔ هغه ووئيل اے پي پي او په بي ټي اے كښې يو شمېر مماثلتونه شته۔ د بلغاريه سفير ارينا ګانچيوا ووئيل په ايم او يو لاسليك يوه مهمه او معنې لرونكې لمحه ده٬ كومې چې دواړه هېوادونه د خبرو اترو او مرستې د لارې يو بل ته نزدې كړې دي٬ په موجوده نړيوال ماحول كښې معتبر او د پیشه وره ميډيا مهم كردار لري، چرته چې معلومات په تندۍ سره د پولو نه پورې منتقل كېږي٬ رياستي خبري اژانس په داسې وخت كښې يوه مهمه ذمه واري تر سره كوي ٬ كله چې ټولنو ته ناسم معلومات او د غېر تصديق شوو موادو په اړه چېلنجز رامخې ته وي۔ هغه زياته كړه چې بي ټي اے او د اے پي پي ترمېنځه لوطنامه د رسمي انتظامات نه وړاندې پړاٶ دے او د باور وړ معلومات او وظيفائي معيارونو تبادلې د لارې نزدې مرستې پلو د يو ګام نمائندګي كوي۔ سفير ووئيل د ميډيا مرسته د اولس اولس سره په رابطو كښې مرستياله او كلتور، تعليم، معيشت، سائنس او سېلګرۍ په څېر څانګو كښې موقعې رامخې ته كولې شي۔ د دوستورې په پاېې كښې د دواړو ډلو لخوا د دې عزم او باور څرګندونه وشوه چې د منظم خبرونو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه اګاهي او په افهام و تفهيم كښې بهتري راشي۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لوړ پورو٬ سينئر خبريالانو، سفيرانو او د دواړو نيوز اېجنسيو استازو ګډون وكړو۔










