ډیووس۔22جنوری (اے پي پي) د وزیرِاعظم محمد شهباز شریف او د پوځ سر لښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د نړيوالو لارښودو د پام مركز ؤ ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیرِاعظم محمد شهباز شریف سره چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم …
د وزیرِاعظم شهباز شریف او د چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په نړيوال اقتصادي فورم کلنه غونډه كښې ګدون ،

مزید خبریں
ډیووس۔22جنوری (اے پي پي) د وزیرِاعظم محمد شهباز شریف او د پوځ سر لښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د نړيوالو لارښودو د پام مركز ؤ ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیرِاعظم محمد شهباز شریف سره چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم په نړيوال اقتصادي فورم کلنه غونډه كښې ګدون كوي ۔ په دې موقع وزیراعظم او فیلډ مارشل د ګڼو نړيوالو لارښودو سره په زړه پورې ماحول كښې غیر رسمي ملاقاتونه وكړل۔ وزیرِاعظم او د فیلډ مارشل د آذربائیجان صدر الهام علیوف، د امریکې سیکرټري آف اسټیټ مارکو روبیو او د سعودي عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان آلسعود سره وليدل ۔ په فورم كښې ګډون كوونكې لارښود د وزیرِاعظم او فیلډ مارشل سره د غیر رسمي ملاقاتونو په مهال يو بل ته مسکي شول او يو بل ته يې ښه راغلاست اووې ۔وزیرِاعظم او فیلډ مارشل د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په نړيوال اقتصادي فورم ته په خاص خطاب كښې هم ګډون وكړو ۔










