اسلام آباد۔22 جنوری(اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي د مالی كال 2024 او مالي كال 2025 په مهال د شريكې ګټې كونسل درې غونډې شوې دي ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر نفيسه شاه په پوښتنه ايوان ته په تحريري توګه ووئيل شول د مالي كال2024 او مالي كال 2025 په مهال د شريكې ګټې كونسل …
د مالي كال 2024 او مالي كال 2025 په مهال د شريكې ګټې كونسل درې غونډې وشوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 جنوری(اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي د مالی كال 2024 او مالي كال 2025 په مهال د شريكې ګټې كونسل درې غونډې شوې دي ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر نفيسه شاه په پوښتنه ايوان ته په تحريري توګه ووئيل شول د مالي كال2024 او مالي كال 2025 په مهال د شريكې ګټې كونسل درې غونډې وشوې په كومو كښې چې د شريكې ګټې كونسل د ايجنډې چارو په شمول د پېټرولیم پالېسۍ 2012ء كښې د بدلونونو منظوري وركړې شوې ۔ د نوي حكومت اقتدار ته له د راتللو څخه وروستو د شريكې ګټې كونسل له نوے سر څخه په 25 مارچ 2024 بيا تشكيل كړے شو۔ بياهم د كونسل لخوا د جوړو كړو كمېټو لخوا د مناسبې ايجنډې او رپورټس نه وړاندې كېدو له امله د مالي كال 2023-24ء په څلورمه درې مياشتنيزه برخه كښې كومه غونډه ونه شوه۔










