صدر مملكت آصف علي زرداري د هائي كورټس ایډیشنل ججانو د توثیق او د ملازمت په موده كښې د پراختيا منظوري وركړه

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د جوډیشل کمېشن آف پاکستان د سفارشاتو په رڼا كښې د سندھ، لاهور او پېښور هائي كورټس ایډیشنل ججانو د توثیق او د هغوي د ملازمت په موده كښې د پراختيا منظوري وركړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت چې سندھ هائی کورټ لپاره د كومو لس ایډیشنل …

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د جوډیشل کمېشن آف پاکستان د سفارشاتو په رڼا كښې د سندھ، لاهور او پېښور هائي كورټس ایډیشنل ججانو د توثیق او د هغوي د ملازمت په موده كښې د پراختيا منظوري وركړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت چې سندھ هائی کورټ لپاره د كومو لس ایډیشنل ججانو د توثيق منظوري وركړې ده په هغوي كښې جسټس میران اېم شاہ، جسټس مسز تسنیم سلطانه، جسټس ریاضت علی سحر، جسټس اېم حسن، جسټس عبد الحمید بھرګی، جسټس جان علی جونیجو، جسټس نثار احمد بھنبھرو، جسټس علی حیدر’آدا‘ جسټس اېم عثمان علی هادی او جسټس اېم جعفر رضا شامل دے۔ صدرِ مملکت د سندھ هائی کورټ ایډیشنل ججانو جسټس خالد حسین شاهانی او جسټس سید فیض الحسن شاہ د ملازمت په موده كښې د 6 مياشتو پراختيا هم منظوري وركړې ده۔ لاهور هائی کورټ لپاره چې صدرِ مملکت د كومو ایډیشنل ججانو د توثیق منظوري وركړې ده په هغوي كښې جسټس حسن نواز مخدوم، جسټس ملک وقار حېدر اعوان، جسټس سردار اکبر علی، جسټس سید احسن رضا کاظمی، جسټس ملک جاوید اقبال وینس، جسټس اېم جواد ظفر، جسټس خالد اسحاق، جسټس ملک اېم اویس خالد، جسټس چوهدری سلطان محمود، جسټس تنویر احمد شیخ او جسټس مسز عبیر ګل خان شامل دے۔ صدرِ مملکت د لاهور هائی کورټ د ایډیشنل جج جسټس طارق محمود باجوہ د ملازمت په موده كښې هم د 6 مياشتو د پراختيا منظوري وركړې ده۔ صدرِ مملکت پېښور هائی کورټ لپاره د 6 ایډیشنل ججانو د توثيق منظوری وركړې ده په كومو كښې چې جسټس اېم طارق آفریدی، جسټس عبد الفیاض، جسټس صلاح الدین، جسټس صادق علی، جسټس سید مدثر امیر او جسټس قاضی جواد احسان شامل دے۔ د پېښور هائي كورټ ایډیشنل ججانو د ملازومت په موده كښې هم د 6 مياشتو پراختيا منظوري وركړې شوې ده په هغوي كښې جسټس مسز فرح جمشید، جسټس انعام اے خان، جسټس ثابت اے خان او جسټس اورنګزیب شامل دے۔ دا منظوري د وزيراعظم په سپارښتنه وركړې شوې ده۔

مزید خبریں