اقتصادي چارو لپاره د قائمه كمېټۍ سپېځلے احتساب او موثره پارلماني نګراني باوري كولو لپاره د عزم پخلے

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) اقتصادي چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ سپېځلېے احتساب او موثره پارلماني نګراني باوري كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د وزارتونو او صوبو لخوا پرله پسې د مرستې نشتوالي په صورت د پارلماني قواعدو له مخې به سخته كاروائي كولې شي۔ د قائمه کميټۍ غونډه د شورو په ورځ د سينيټر سيف الله ابړو په مشرۍ كښې شوې چې …

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) اقتصادي چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ سپېځلېے احتساب او موثره پارلماني نګراني باوري كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د وزارتونو او صوبو لخوا پرله پسې د مرستې نشتوالي په صورت د پارلماني قواعدو له مخې به سخته كاروائي كولې شي۔ د قائمه کميټۍ غونډه د شورو په ورځ د سينيټر سيف الله ابړو په مشرۍ كښې شوې چې پكښې سينيټرز سيد وقار مهدي، روبينه خالد او کامران مرتضيٰ ګډون وكړو ۔ د وزارت لخوا د اقتصادي چارو ايډيشنل سيکرټري كمېټي خبر كړه چې وفاقي وزير دا مهال په نړيوال اقتصادي فورم كښې ګډون لپاره په سوئټزرلېنډ كښې ديے۔ د غونډې په مهال د خېبر پښتونخوا منصوبو په اړه اېجنډا موخر كړې شوه ۔ غونډې ته چې معلومه شوه چې د ګرېډ 20 څخه د کم ګريډ افسران د صوبې نمائندګي لپاره رالېږلې شوي دي نو د خېبر پښتونخوا پراجيکټس افسرانو ته غونډې نه د بهر تللو امر وكړے شو٬ د كمېټۍ چيئرمېن د سينئر افسرانو په نشتوالي د مرورتيا څرګندونې سره ووئيل د ګرېډ 20 نه كم افسران كمېټۍ كښې د حاضرېدو اهل نه دي۔ د كمېټۍ چيئرمېن د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري ته په رسمي توګه د چېټۍ ليكلو او په راتلونكې غونډه كښې د صوبائي سيکرټريز ګډون لازمي ګرځولو امر وكړو۔ چيئرمېن ووئيل كه سيکرټريز کميټۍ ته نه وړاندې كېږي نو دا معامله به د استحقاق کميټۍ ته استولې شي۔

مزید خبریں