خارجه وزير اسحاق ډار د بنګله دېش هائی کمیشن دورہ، بیګم خالدہ ضیاء په مړينه غمرازي او فاتحه خوانی

اسلام آباد 02 جنوری  (اے پي پي) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د  بنګله دېش پخوانۍ وزیرِاعظمي بیګم خالدہ ضیاء په مړينه غمرازۍ لپاره اسلام آباد كښې د بنګله دېش هائی کمیشن دورہ وكړه، بنګله دېش لنډمهاله هائی کمشنر سره ئې غمرازي او د ارواښادي بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او تعزیتی کتاب ئې خپل تاثرات وليكل۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه …

اسلام آباد 02 جنوری  (اے پي پي) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د  بنګله دېش پخوانۍ وزیرِاعظمي بیګم خالدہ ضیاء په مړينه غمرازۍ لپاره اسلام آباد كښې د بنګله دېش هائی کمیشن دورہ وكړه، بنګله دېش لنډمهاله هائی کمشنر سره ئې غمرازي او د ارواښادي بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او تعزیتی کتاب ئې خپل تاثرات وليكل۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم ووئيل څو مياشتي وړاندې د بنګله دېش دورے په مهال زما د بیګم خالدہ ضیاء سره ملاقات شوې ؤ۔ده ووئيل زه د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمي او بنګله دېش نیشنلسټ پارټی چیئرپرسن بیګم خالدہ ضیاء په مړينه د غم دړد څرګندونه كوم۔د پاکستان اولس، حکومتِ او د خپل اړخه زه د  بنګله دېش حکومت ، اولس او ارواښادي كورنۍ او پلويانو سره غمرازي كوم۔ بيګم خالده ضياء خپل ټول ووند د اولس خدمت او خپل قوم ښېګړي لپاره وقف كړې،په مشكل وخت كښې د هغې استقامت او قيادت يوه ورثه پرېښودلې،هغې د هېواد او اولس خدمت ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس د بنګله ديش اولس سره د يووالي څرګندونه كوي،مونږ د هغوي په غم كښې برابر شريك يو۔