اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك خبردارے وركړو چې پاكستان كښې په كال 2026 كښې د پشكال په مها د 22 نه تر 26 فيصد زيات باراتونه متوقع دي ٬ موسمياتي شدت كښې اضافه روانه ده او ممكنه زيانونه د لږ نه لږ كولو لپاره په سمدستي توګه چمتو والي نيولو ته اړتيا ده۔ …
د اېن ډي اېم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك په كال 2026 كښې د زيات شدت لرونكې پشكال پېشنګوئي وكړه
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك خبردارے وركړو چې پاكستان كښې په كال 2026 كښې د پشكال په مها د 22 نه تر 26 فيصد زيات باراتونه متوقع دي ٬ موسمياتي شدت كښې اضافه روانه ده او ممكنه زيانونه د لږ نه لږ كولو لپاره په سمدستي توګه چمتو والي نيولو ته اړتيا ده۔ د شورو په ورځ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل سږ كال د پشكال په موقع 31 لكه كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي۔ ده واضحه كړه چې د قدرتي آفتونو مخه نيولو لپاره وفاقي او صوبائي حكومتونه مشتركه ذمه وارۍ لري٬ د دريابونو د جريان منظم كولو په اړه سفارشات جوړ كړې شوي۔ ده ووئيل خطرې كمولو لپاره به په شمالي سيمو كښې د سېلګرۍ هڅې په جون او جولائي كښې محدود وي ۔ ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د ارلي وارننګ سسټم په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل په صوبو كښې د 6 نه تر 8 مياشتو اګاهو الرټ جاري كېږي او د اوونيز وارننګز د لارې به لا موثره احتياطي اقدامات ممكن كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د موسمياتي بدلون اثرات كمولو لپاره د لنډې مودې منصوبه منظور كړې ده او ٬ په دې يې په سمدستي توګه د عمل درامد كولو امر كړے دے، وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې موسمياتي منصوبه بندي د وفاق او صوبو په مشتركه همكارۍ سره وكړئ دغسې چې په قامي كچه كوټلې لائحه خپله كړې شي۔












