كراچي 17نومبر(اے پی پی)د نېشنل هېلتھ سروسز وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د ګل په ورځ دا باور څرګند كړو چې د اولس د حقونو تحفظ آئيني لاره اوس هم پرانستې ده او د متحده قومي موومنټ پاكستان د ځايې حكومتونو په اړه تجاويز به ډېر زر راتلونكې آئيني بدلون كښې شامل كړے شي۔وفاقي وزير يو پرېس كنفرنس ته خطاب كولو ۔ده ووئيل د هېواد حقونو ترلاسه كولو آئيني حل …
د ايم كيو ايم پاكستان د ځايې حكومتونو په اړه تجاويز به ډېر زر راتلونكې آئيني بدلون كښې شامل كړے شي۔مصطفٰی كمال

مزید خبریں
كراچي 17نومبر(اے پی پی)د نېشنل هېلتھ سروسز وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د ګل په ورځ دا باور څرګند كړو چې د اولس د حقونو تحفظ آئيني لاره اوس هم پرانستې ده او د متحده قومي موومنټ پاكستان د ځايې حكومتونو په اړه تجاويز به ډېر زر راتلونكې آئيني بدلون كښې شامل كړے شي۔وفاقي وزير يو پرېس كنفرنس ته خطاب كولو ۔ده ووئيل د هېواد حقونو ترلاسه كولو آئيني حل اوس هم موجود دے څنګه چې 26م بدلون په مهال وؤ ۔۔ده ووئيل نن دا معامله دې ځاے ته رسېدلې ده چې راتلونكو مياشتو كښې به اولس اوګوري چې په 75 كلونو كښې په وړومبي ځل دا آئيني بدلون پاكستاني اولس ته وړاندې شي٬اسمبلۍ كښې به د دې منظوري وركړې شي او اختيارات او وسائل به تر اولس درشل ورسي۔وفاقي وزير ووئيل هغه د ايم كيو ايم پاكستان لخوا د وزيراعظم٬وفاقي كابينې٬مسلم ليګ(ن)لارښود عليم خان٬چوهدري صالك ٬د بي اے پي پارټۍ لارښودو او د اتحادي ګوندونو سره تعلق لرونكو د كابينې غړو مننه كوي۔ده ووئيل پيپلز پارټي كښې انفرادي ملګرو٬پي ټي آئي كښې د ډېرو دوستانو او د امير مقام هم مننه كوم۔دې ټولو 27م آئيني بدلون كښې د ايم كيو ايم پاكستان تجاويز شامل كولو ښكاره او په متفقه توګه ملاتړ كړے دے











