اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي حكومت معيشت د بحران نه پرمختګ او خارجه پالېسي د تنهائۍ نه نړيوال اهميت پلو منتقل كړه٬دوست هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت پشمول ډېرو څانګو كښې مرسته وده مومي٬پاكستان نه يوازې درست ګامونه اخستې بلكې داسې پالېسۍ يې هم جوړې كړې چې په سبب يې په سفارتي ميدان كښې كاميابۍ ترلاسه شوې۔دا كاميابۍ د سول …
حكومت معيشت د بحران نه پرمختګ او خارجه پالېسي د تنهائۍ نه نړيوال اهميت پلو منتقل كړه٬دوست هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت پشمول ډېرو څانګو كښې مرسته وده مومي۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي حكومت معيشت د بحران نه پرمختګ او خارجه پالېسي د تنهائۍ نه نړيوال اهميت پلو منتقل كړه٬دوست هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت پشمول ډېرو څانګو كښې مرسته وده مومي٬پاكستان نه يوازې درست ګامونه اخستې بلكې داسې پالېسۍ يې هم جوړې كړې چې په سبب يې په سفارتي ميدان كښې كاميابۍ ترلاسه شوې۔دا كاميابۍ د سول عسكري مشرتابه پشمول د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل عاصم منير ترمينځه د مثالي همغږۍ نتيجه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ صنوبر انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې “په بدلېدونكې نړۍ كښې د پاكستان كردار”مباحثےې ته خطاب كښې وكړو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي په دور كښې دوست هېوادونه مرور ؤ خو په موجوده حكومت كښې پاكستان په ډېره لږه موده كښې د خارجه پالېسۍ په تناظر كښې څرګند اهميت بيا ترلاسه كړو۔د تېرو دوه كلونو پیښو په خاص توګه د مئي جنګ نه پس صورتحال زمونږ قامي تشخص ته يو نوې اړخ وركړے ۔وفاقي وزير ووئيل د پهلګام پېښې نه پس وزيراعظم شهباز شريف د دغې پېښې د بې پرې او سپيځلو پلټڼو وړاندېز كړے ؤ ۔په پاكستان د داسې ترهه ګرو بريدونو تور لګولے كېدو خو حقيقت دا دے چې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زيات د ځپلے كېدو باوجود د پاكستان خلاف په رسمي توګه پروپېګنډا وكړې شوه او مونږ د ترهه ګرۍ ذمه وار ګرځولے كېدو۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ګڼ شمېر قربانۍ وركړي٬مونږ د 90 زره څخه د زياتو ځانونو قربانۍ وركړي او د نړۍ يو هېواد هم د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړې٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د اربونو ډالرو زيان پورته كړے٬مونږ د ترهه ګرو او پاتې نړۍ ترمينځه د يو ډهال كردار ترسره كوو او چې كله څوك پاكستانے د خپل ځان قرباني وركوي نو دا يوازې د هېواد لپاره نه د نړۍ خوندي كولو لپاره هم ده۔ده ووئيل د دومره قربانيو بې ځايه تلل ممكن نه دي اوس وخت راغلے دے چې نړۍ زمونږ قيصه واوري او ځان په دې سم پوهه كړي۔ده ووئيل د جنګ نه وړاندې د پلټنو وړاندېز په كولو مونږ دا پېغام وركړو چې زمونږ لاسونه پاك دي او زمونږ مؤقف نړۍ تسليم كړو۔په دې پړاؤ زمونږ د دوستانو او اتحاديانو سره اړيكې لا مضبوطې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د پلټنو وړاندېز سره پاكستان يو موثره سفارتي ګام پورته كړو كوم چې نړۍ وستائيو۔د دغې نه پس وزيراعظم٬فيلډ مارشل او نائب وزيراعظم په كچه پراخا سفارتي روابط جوړ شول چا چې د پاكستان بيانيه نړۍ ته په ښودلو كښې مهم كردار ادا كړو۔پرله پسې سفارتي رابطو د پاكستان مؤقف نړۍ ته په موثره ډول رسولو له مرسته وكړه۔ده ووئيل نړۍ بدلېده او پاكستان هم بدل شو٬مونږ يو فعاله سفارتي بدلون وليدو ځكه چې پاكستان سفارتي كاري ډېره سنجيده وګڼله۔د پاكستان موقف نړيوالې ميډيا ته رسول زما ذمه واري وه او مونږ هر ممكن هڅه وكړه چې دا پیغام نړۍ ته ورسي۔ده ووئيل زمونږ سره د رېښتيا طاقت و٬په دغه بنياد چې كله پاكستان خپله قيصه په ښه ډول وړاندې كړه نو نړۍ واورېدله او د دې اثر وشو۔د مؤثره سفارتكارۍ د لارې او په سمو معلوماتو اډانه كمپائن د پروپیګنډې په كاميابۍ مقابله وكړه۔ده ووئيل پاكستان په هر ډګر موجود ؤ او په سمو معلوماتو وركولو يې د ډي جي آئي اېس پي آر سره مثالي همغږي د ستائنې وه د كومې نه غېر چې دا كاميابي ممكن نه وه۔د بيانې په ډګر پاكستان كامياب شو او په سفارتي ډګر هم مونږ كاميابي ترلاسه كړه۔ چې كله په حقيقت كښې معامله تر كاروائۍ ورسېده د نو د لويې څښتن په فضل مونږ 7 د هند الوتكې راوغورځولې۔ده ووئيل چې كله پاكستان د جارحيت سره مخ شو نو مونږ د هغې په زړه پورې ځواب وركړو او هغې زمونږ عسكري بريا واضحه ثابت كړه ٬دغسې د بيانيه په جنګ او په سفارتي ډګرونو دواړو كاميابي ترلاسه شوه او چې كله د جنګ وار راغلو نو پاكستان ښه كاركردګي وښودله او يوازې په 4 ساعت كښې دننه هند ته د جنګ بندۍ خواست كول ورپغاړه شو د كوم نه چې دا واضحه شوه چې پاكستان واقعي بدل شوے دے۔ده ووئيل د يو قام په حېث چې مونږ كوم يو والے وښودلو هغه به تسليمول وي٬د پاكستان اولس حوصلې او يو والې اختلافات شاته كړل او ما په اسمبلۍ كښې وئېلي وو چې نن هېڅ د سياسي لمبرو كولو موقع نشته٬مونږ ټول يو و او په شريكه د دښمن مقابلې له پرعزم يوو۔ده ووئيل په سوشل ميډيا هم ډېر سنجيده صورتحال و٬زمونږ ځوانانو داسې ميمز جوړول كومو چې دښمن بې ځوابه كړو۔جنګ د سنجيدګۍ خبره وي خو زمونږ ځوان نسل په خپل انداز كښې د دښمن خلاف يو موثر مورچه سنبهاله كړه۔ده ووئيل په ډيجيټل نړۍ كښې دوه قسمه خلق وي٬يو ډيجيټل نيټيوز او بل ډيجيټل اميګرينټس ځينې وخت ډيجيټل اميګرينټس ته په ډيجيټل ميډيا پوهېدو كښې وخت لګي خو په ډيجيټل دور كښې پېدا شوې نيټيوز زمونږ نه زياتره ښه پوهېږي٬دا سبب دے چې ډيجيټل نيټيوز خپله جلا جلا تګلاره جوړه كړه او د هغې د لارې په دې محاذ كاميابي ترلاسه كړه۔وفاقي وزير ووئيل د غزه صورتحال او جنګ بندۍ په چارو كښې پاكستان په هغه عرب او اسلامي هېوادونو كښې شامل دے چا چې امن راوستلو او د ثالثۍ په خبرو كښې د برخې اخستلو سره آخر جنګ بندي ممكن شوه۔ده ووئيل دا د پاكستان لپاره يوه لويه كاميابي ده چې د نړۍ هېوادونه دا سنجيده واخستو او تسليم يې كړه چې زمونږ مشورې او موقف ډېر مهم او متعلقه دي۔ ده ووئېل سږ كال پاكستان ته نړيوالو د اعلٰی ګج دورې وكړې ٬ د تېر يو نيم كال په مهال سفارتي مصروفيات ډېر زيات وو٬مونږ د ايس سي او سمټ كوربتوب وكړو او 14 كاله پس 12 وزيراعظمان د پاكستان په دوره راغلل۔اسلام آباد ته راغلو حكومتي مشرانو په سټريټجكي اړيكو٬سيمه ايزې مرستې٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او په سيمه ايزو روابطو خبرې وكړی او په دې لا غور كېږي۔وفاقي وزير ووئيل د نړيوالو اړيكو په رڼا كښې پاكستان كښې به په 2027 كښې ايس سي او هيډ آف اسټيټ سمټ كيږي۔ده ووئيل د سعودي عرب سره اسټريټجك ميوچل ډيفنس ايګريمنټ د پاكستان لپاره يو مهم تاريخي ګام ثابت شو او اولس په دې وياړ ولرلو او په رياض كښې تر 25 كلوميټره د پاكستان بيرغونه هسك كړے شول۔ده ووئيل حكومت معيشت د بحران نه ترقۍ پورې بوتلو ٬ نړيوالو او خارجه اړيكو ته يې ډېر اهميت وركړو۔دا دوه نعرې د حكومت كاركردګي ښه بيانوي او مونږ په معيشت او خارجه پالېسۍ دواړو كښې ښكاره پېشرفت كړے دے۔ده ووئيل د پاكستان سباؤن روښانه دے۔د افغانستان په معامله هم د پاكستان سره ترديد نه لرونكې شواهد موجود دي٬افغان خاوره د ترهه ګرۍ لپاره كارولې كېږي او د هرې لويې پیښې په پلټنو كښې د يو نه يو ځائے د افغان وګړي تعلق ضرور رامخې ته كيږي۔ده ووئيل په اوسني صورتحال كښې د پاكستان معيشت غېر ملكي سرمايه كاري او د اسټريټجك اړيكو پشمول سيمه ايز او نړيوال تجارت او كاروبار له ډېر هيله مند يو او تراوسه راغلې نتيجې هم په زړه پورې دي۔ده ووئيل تېره مياشت مونږ د ملائېشيا دوره وكړه٬د ملائېشيا سره د پاكستان تجارتي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې اسټرټيجك اړيكې لا مضبوطېږي۔ده ووئيل په دوحه د بريد نه وروستو پاكستانې پلاوې وړومبې و كوم چې د قطر قيادت سره د يو والي څرګندونې له ورسېد۔ده ووئيل پاكستان نه يوازې درست اقدامات وكړل په كومو چې سفارتي ميدان كښې ګڼې كاميابۍ ترلاسه شوي ٬ دا كاميابۍ د سول او عسكري قيادت پشمول د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير ترمينځه د شته مثالي همغږۍ نتيجه ده۔وفاقي وزير ووئيل د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ څو ځل د پاكستان ٬ وزيراعظم او د فيلډ مارشل ستائنه وكړه او بيا بيا يې د 7 الوتكو ذكر وكړو۔ده ووئيل دا خبره د غور ده چې د پاكستان او امريكې دوره ډېره كاميابه وه٬اړيكو كښې ښه والے راغلو٬دغسې اوسنۍ د چين دوره هم ډېره كاميابه وه۔د پاكستان د هر هېواد سره اړيكې د خپل ځانګړي نوعيت دي ٬ دغسې د يو سره د تعلق د بل په قيمت نشي جوړېدے۔ده ووئيل زمونږ د خارجه پالېسۍ د كاميابۍ راز هم دا دے











