مظفر آباد۔ 17 نومبر (اے پي پي ) د پاکستان پیپلز پارټي لارښود او د اسمبلی غړے فیصل ممتاز راټھور د آزاد جموں و کشمیر 16م وزیراعظم وټاكلے شو ۔ د نوي وزیراعظم د سوګڼد پورته كولو دستوره به د نهې په و ورځ كېږي۔ د ګل په ورځ د آزاد جموں و کشمیر قانون ساز اسمبلۍ په خاص غونډه كښې د پخواني وزیراعظم چوهدري انوارالحق خلاف د عدم اعتماد …
آزاد کشمیر اسمبلۍ كښې د بې باورۍ تحريك کامیاب شو ، فیصل ممتاز راټھور نوے وزیراعظم وټاكلے شو

مزید خبریں
مظفر آباد۔ 17 نومبر (اے پي پي ) د پاکستان پیپلز پارټي لارښود او د اسمبلی غړے فیصل ممتاز راټھور د آزاد جموں و کشمیر 16م وزیراعظم وټاكلے شو ۔ د نوي وزیراعظم د سوګڼد پورته كولو دستوره به د نهې په و ورځ كېږي۔ د ګل په ورځ د آزاد جموں و کشمیر قانون ساز اسمبلۍ په خاص غونډه كښې د پخواني وزیراعظم چوهدري انوارالحق خلاف د عدم اعتماد په تحريك بحث وشو د كوم نه پس چې ایوان كښې رائے شمېرې لپاره لاس پورته كړے شول ۔ په 53 كشسيز ایوان كښې وزیراعظم ټاكلے كېدو لپاره 27 ووټونه پكار وو او فیصل ممتاز راټھور 36 ووټونه تر لاسه كړل ۔ د بې باورۍ تحريك د جمعې په ورځ په 14 نومبر د اسمبلۍ غړو چوهدري قاسم مجید، سردار جاوید ایوب، ملک ظفر اقبال، علي شان سوني او محمد رفیق نیئر جمع کړے ؤ ۔ په رائے شمېره كښې د پیپلز پارټي 17 غړو پشمول د مسلم لیګ ن آزاد کشمیر 9 غړو هم د فیصل ممتاز راټھور په حق كښې ووټونه وركړل ، چې ورسره د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو ۔ د غونډې مشري اسپیکر چوهدري لطیف اکبر وكړه ۔ رائے شمیرې نه وړاندې سابق وزیراعظم چوهدري انوارالحق ایوان ته خطاب کښې د فیصل ممتاز راټھور لپاره د نېكو هيلو څړګندونه وكړه او د سیاسي عمل په ښه ډول مخ په وړاندې بوتلو په ضرورت يې زور راوړو ۔ نوي وزیراعظم ته مبارکي وركوونكو كښې اپوزیشن لیډر خواجه فاروق احمد، د مسلم لیګ ن آزاد کشمیر صدر شاہ غلام قادر،پخوانے وزیراعظم سردار قیوم نیازي او د پیپلز پارټي سینئر لارښود چوہدري یاسین شامل وو ۔











