اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (ایس سی او) کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډه كښې ګډون لپاره ماسكو ته روان شو۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ته د دې دورې بلنه د روسيه وزيراعظم میخائل مېشوستن وركړې ده۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزير به 17 څخه تر 18 نومبر 2025 …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ایس سی او کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډه كښې ګډون لپاره ماسكو ته روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (ایس سی او) کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډه كښې ګډون لپاره ماسكو ته روان شو۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ته د دې دورې بلنه د روسيه وزيراعظم میخائل مېشوستن وركړې ده۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزير به 17 څخه تر 18 نومبر 2025 د روسيه په پلازمينه ماسكو كښې كېدونكې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ په غونډه كښې د بېلاروس، چین، قازقستان، کرغزستان، روس، تاجکستان او ازبكستان حكومتي مشران ٬ د ايران نائب صدر او د پاكستان او هند خارجه وزيران ګډون كوي۔ د اېس سي او غړو هېوادونو نه علاوه د منګولیا، بحرېن، مصر، قطر، کوېت او ترکمانستان حكومتي مشران ٬ دې سره سره د آزاد رياستونو دولت مشتركه ، د یوریشین اکنامک یونین ، کلېکټیو سکیورټی ټریټی آرګنائزېشن او د ډېموکرېټک سوشلسټس آف امریکا په شمول د نړيوالو او سيمه ايزو تنظيمونو مشران هم په غونډه كښې ګډون كوي۔ نائب وزيراعظم به په خپل خطاب كښې د سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان دريځ وړاندے كوي او منطقې لپاره د اېس سي او تنظيم مضبوطولو په تګلارو به رڼا اچوي۔ کونسل آف هېډز آف ګورنمنټ د اېس سي او دويمه لويه مهمه اداره ده كومه چې د اقتصادیات، مالیات، تجارت، رابطہ سازۍ، دوه اړخيزه تجارت، سماجی و اقتصادی تعاون او د تنظیم بجټ سره په اړوندو چارو كښې لارښودنه كوي۔ د کونسل آف ھېډز آف ګورنمنټ غونډه كښې د ګډې اعلاميې ٬ بيانونو اومهمو پرېكړو منظوري وركولې شي۔ ۔نائب وزیرِ اعظم به د غونډې په موقع د اېس سي او هېوادونو مشرتابه سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔











