مدینه منورہ۔17نومبر(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د هندي عمره زائرينو بس مدينې منورې ته نزدې يو آئل ټېنكر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ 42 كسان په حق ورسېدل۔ د عرب ميډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې عمرې لپاره په سعودي عربستان كښې موجود زائرين د ګل په سهار په يو بس كښې مكې څخه مدينې منورې ته روان وو۔ …
سعودی عربستان، د هندي عمره زائرينو بس آئل ټينكر سره د ټكر كيدو پيښه ٬ 42 زائرين په حق ورسيدل

مزید خبریں
مدینه منورہ۔17نومبر(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د هندي عمره زائرينو بس مدينې منورې ته نزدې يو آئل ټېنكر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ 42 كسان په حق ورسېدل۔ د عرب ميډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې عمرې لپاره په سعودي عربستان كښې موجود زائرين د ګل په سهار په يو بس كښې مكې څخه مدينې منورې ته روان وو۔ د زائرينو بس آئل ټېنكر سره د ټكر كېدو له امله په دواړو ګاډو اور ولګېد۔ د رپورټ له مخې په بس كښې د سفر كوؤنكو 42 كسانو تعلق د هندي رياست تلنګانه حېدرآباد ښار سره ؤ۔ په دې عمره زائرينو كښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل وو۔ د پېښې په ځاې كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي بياهم تر دې دمه د مړو د حتمي شمېرې تصديق نه دے شوے۔ بلخوا هندي سياستمدار اسد الدين اوېسي په دې اړه ميډيا سره خبرو كښی وئيلي دي چې زما د اطلاع له مخې پېښې سره مخ شوي بس كښې 41 كسان مړه شوي دي۔ د هندي ميډيا رپورټس له مخې په دې پېښه كښې د 42 هندي عمره زائرينو په حق رسېدو اندېښنه ښكاره كولې شي۔ د ميډيا رپورټس له مخې په پېښه كښې 40 كسان په ځايې په حق ورسېدل بياهم په سركاري كچه د مړه شوو كسانو حتمي شمېره تر دې مهال نه ده جاري كړې شوې۔











