وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين سفير جيان زيډونګ ملاقات ٬ په پاك چين دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي زير محسن نقوي سره د چين سفير جيان زېډونګ دلته ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاك چين اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې د چين سفير په اسلام آباد كښې د ترسره شوي ځانمرګي بريد غندنه وكړه۔ د چين سفير د قيمتي ځانونو په زيان غمرازي …

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي زير محسن نقوي سره د چين سفير جيان زېډونګ دلته ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاك چين اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې د چين سفير په اسلام آباد كښې د ترسره شوي ځانمرګي بريد غندنه وكړه۔ د چين سفير د قيمتي ځانونو په زيان غمرازي كولو سره ووئيل د چین د خارجه وزارت وياند هم ددې پیښه سخته غندنه كړې ده۔ په ملاقات كښې د ترهګرۍ په مخنيوي او د امنيتي همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق وكړے شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل پاك چين اړيكې په شريك باور او احترام اډانه دي۔ محسن نقوی ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د لاسه زيات ځپلے شوے هېواد دے۔

مزید خبریں