اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) حکومت د تېرو 10 كلونو په مهال د بلوچستان ٬ پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان زده كوؤنكو ته په مجموعي توګه 4437 ملکی او 226 غېر ملكي سكالرشپس وركړې دي۔ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه شويو شمېرو له مخې بلوچستان تر ټولو زيات درې زره آته سول څلور اتيا ملكي سكالرشپس ترلاسه كړي دي۔ د پخوانۍ فاټا زده كوؤنكو ته دوه زره اوو سوه پنځ څلوېښت …
د بلوچستان ٬ پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان زده كوؤنكو ته په لس كلونو كښی 6 زره څخه زيات سكالرشپس وركړې شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) حکومت د تېرو 10 كلونو په مهال د بلوچستان ٬ پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان زده كوؤنكو ته په مجموعي توګه 4437 ملکی او 226 غېر ملكي سكالرشپس وركړې دي۔ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه شويو شمېرو له مخې بلوچستان تر ټولو زيات درې زره آته سول څلور اتيا ملكي سكالرشپس ترلاسه كړي دي۔ د پخوانۍ فاټا زده كوؤنكو ته دوه زره اوو سوه پنځ څلوېښت سكالرشپس وركړې شوي دي۔ په دې موده كښې د ګلګت بلتستان زده كوؤنكو ته درې سوه آته انډر ګرېجوېټ سكالرشپس وركړې شوي دي۔ د ملكي سكالرشپس سره سره اعلی تعليمي كمېشن د بلوچستان زده كوؤنكو لپاره دوه سوه شپږويشت غېر ملكي سكالرشپس هم وركړې دي۔ د اعلی تعليمي كمېشن يو عهدېدار وېلتھ پاکستان ته ووئيل چې دا اقدامات د حكومت د پراخا عزم څرګندونه كوي چې مقصد يۍ كم پرمختګ كړې سيمو بلوچستان، پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان كښې د لوړو زده كړو موقعې زياتول دي۔











